اقتصاد

د افغا نستان د او بو مديريت يوه مهمه اړ تيا ده

باختر د وري د مياشتې ١١

:سره له دې چې افغا نستان د او بو ستري منا بع په وا ک کې لري خو لکه څنګه چې لا زمه ده په دې نه دى بريالى شوى چې د خپلو او بو له منا بعو څخه ګټه وا خلى

 په نړۍ کې د وګړو ديادونې وړ زيا توالى اقليمى بدلونونو ، نه يواځې او به د بشر دحيا تى ما دى په تو ګه څرګنده کړې ده بلکې دغه ماده  نن د سياست په نړۍ کې هم لاره پيدا کړې ده او په ډيرو مواردو کې ليدل شوى دى چې له او بو څخه د يوې سياسي حربي په تو ګه استفاده کيږي

 دمثال په تو ګه اوس د هند او پا کستان ترمنځ د اوبو د ويشلو ستو نزه د کشمير له مسالى څخه سخته شوې ده اود سياسي کار پوهانو په باور دغه دواړه هيوادونه که چيري په راتلونکى کې له يو بل سره مخا مخ شي دغه مخامخ کيدل به د کشمير د مسالى پرحل کولو نه وي بلکې د هماليا د غرونو  د اوبو د منابعو ويشل به دوى په جګړه ښکيل کړي .په وچه کې پروت افغا نستان سره له دې چې داوبو ستري منابع لري مګر تل د مالونو د ترانزيت له پلوه له ستونزو سره مخامخ دي او بايد هره ورځ او هرسا عت بايد دځينو ګاونډيو هيوادو نو له غرضو ډکو غو ښتنو ته ځوا ب ووايي او ستو نزې وزغمي

 افغا نستان د نړۍ ډير بي و زلى هيواد ګڼل کيږي په افغا نستان کې د بي و زلى اساسي علت دا دى چې د زيا تو او بو او پرا خو دښتونو په درلودلو سره په دې نه دي بريالى شوى چې د يو زرا عتى هيواد په تو ګه راڅرګند شي او خپلې زرا عتى ځمکې او ستري دښتې خړو بې کړي

د افغا نستان  د انرژي او اوبو وزارت د مقا ما تو دڅرګندونو له مخې، افغا نستان د اوبو په نورمالو کلونو کې پنځه اويا مليارده مکعبه اوبه لري چې سطحى او ترځمکې لا ندې او به پکې شا ملى دي  په داسې حال کې‌ چې افغا نستان په سلو کې ديرش د خپلو او بو له زيرمو څخه استفاده کوى

 د اقتصاد د برخې کارپو هان په دې باور دي چې د افغا نستان په او بو د  مناسب مديريت نه شتون ددې سبب شوى دى چې افغا نستان هر کال خپلې زيا تې او به له لاسه ور کړي

 ويل شوي دي چې افغا نستان د او بو پنځه زونونه لري، آمو سيند اود هلمند سيند او ختيځه حوزه د افغا نستان د او بو مهمې منابع ګڼل کيږي

د انرژي او اوبو وزير محمد اسمعيل خپله منلې ده چې په افغا نستان کې ترځمکې لا ندې اوبه شل مليارده متره مکعبه ده اود او بو ضايعات شپږ څلويښت مليارده متره مکعبه ده . د افغا نستان دغه اندازه اوبه په پا کستان او ايران کې وچې دښتې خړوبوي په داسې حال کې چې افغا نستان يو وچ هيواد دى اود خورا کى تو کو له پلوه په بهرنيو هيوادو نو تړ لى دى د امو له سيند څخه د استفادې کچه صفر ده اود هلمند له سيند څخه د استفادې کچه ناڅيزه ده . افغا نستان په داسې حال کې پنځه ويشت ستر سيندونه او سلګونو  کو چني سيند ونه لري، بريښنا له بهر څخه واردوي ان په افغا نستان کې موږ ونه کړاي شول دڅښاک په برخه کې له سطحى اوبو څخه استفاده وکړو اود څښاک لپاره زيا تره ترځمکې لاندې اوبو څخه استفاده کيږي چې له شک پرته په خاورو کې د ژونديو موجوداتو ژوند دوښو پرودې اودځمکې دفضا اوقشر په لنده بل ساتلو اغيزه لري ان نړيواله ټولنه حاضر نه دى په دې برخه کې پانګه وا چوى اوله افغا نستان سره د بندونو په جوړولو کې مرسته و کړي

سره له دې چې د ا نرژ ي او او بو و زارت مقا ما ت وا يي چې د هيواد د او بو د ښه مديريت په مقصد پروګرامونه ترلاس لاندې نيو لى دي خو دوى بايد وپو هيږي چې خلک ددوى د پروګرام په طرحه کولو نه خوشحاليږي تنده او لوږه سملاسي پرو ګرا مو نو ته اړتيا لري هغه پروګرامونه چې ګټه يې ژر وي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته