د افغا نستان د اسلامي انقلاب د برياليتوب د يو ويشتې کاليزې په مناسبت د افغا نستان د اسلامي جمهوريت د ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام
-کابلباختردثور٧
د افغا نستان د اسلامي انقلاب د برياليتوب د يو ويشتې کاليزې په مناسبت د افغا نستان د اسلامي جمهوريت د ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي شورا د مشرانو جرګه د افغانستان د اسلامي انقلاب د برياليتوب د يوويشتمې کاليزې له امله د ډېرو صميمانه مبارکيو مراتب د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي، د جمهوري رياست مرستيالانو، معظموجهادي مشرانو او د کابينې غړو، د سترې محکمې رييس او غړو ، لوى څارنوال ، د شهيدانو معظموکور نيو او معلولينو ، د افغانستان د وسله والوقوتونو، زړه ورو منسو بينو او د افغانستان ټول ديندار ملت ته وړاندې کوي او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه دوى ته د روغتيا او د زياتو برياليتوبونو هيله کوي.
د١٣٧١ کال د ثور د مياشتې په اتمه نيټه د اسلامي انقلاب برياليتوب او مجاهدينوته د قدرت ليږدونه ددغه لرغوني هيواد له لوړو او ژورو څخه په ډک تاريخ کې يوه نوى پاڼه او د بدلون ټکى و چې د آزادى د لارې د زړورو مجاهدينو په هلوځلو سره تر لاسه شو او په نړيوال ډګرکې د هيوادو نو او متونو د آزادى الهام بخښوونکى شو چى د کمونيستي نظامونو په تېره بيا د پخوا نى شوروي اتحاد تر سياسي، اقتصادي او فرهنګي وا کمنۍ او استعمار لاندې و .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي شورا د مشرانو جرګه يو ځل بيا ددغې بختورې ورځې په مناسبت د خپلو مبارکيو مراتب د افغانستان مجاهد ملت ته وړاندې کوي او د دولت له وسله والو مخالفينو څخه غواړي چې د هيواد د تاريخي او حماسي ارزښتونو د ساتنې او د آزادى د لارې د مجاهدينوتويې شوې وينې ته د ارزښت ورکولو لپاره وسله په ځمکه کيږدي او ددغه جګړه ځپلى هيواد د سولې په ځمکه کيږدي او ددغه جګړه ځپلى هيواد د سولې او آبادى دټينګښت له بهير سره دې يوځاى شي چې له ترلاسه شويوفرصتونو څخه ددغه هيواد د ځوريدلى ملت په ګټه زياته استفاده وشي اود هيواد د امنيتي ، اقتصادي او سياسي مسووليتونو د ليږدونې مهم اوحياتې بهير په ښه توګه ترسره شي.