کابل باختر دزمري د مياشتې ١٦ :
د افغان کوريا دفني او حرفوي زده کړو انستيتوت دخياطۍ ، انګليسي ژبې او کمپيوټر په شپږ مياشتنيو پروګرامونو کې د زده کوونکو د جذب لپاره دنهمو او دولسمو ټولګيو له شپږسوه تنو فارغانو څخه د شموليت آزموينه واخيستل شوه.
دکار، ټولنيزو چار، شهيدانو او معلولينو وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ :
ددغې آزموينې دپيل په مراسموکې دکار، ټولنيزو چار و، شهيدانو او معلولينو وزارت د کار د چارو معين ډاکتر احمدشاه صالحي خبرې وکړې او ويې ويل ؛ دکار ، ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولنيو وزارت ژمن دى چې د مسلکي زده کړو زمينه برابره کړي.
د ده دڅرګندونوله مخې: دهېواد په ټولو ولايتونوکې د فني او حرفوي زده کړو مرکزونه جوړ شوي دي .
د افغان _ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت يو له هغومرکزونو څخه دى چې زياتره په دوو برخو فني او کار موندنې په برخه کې فعاليت کوي.
د افغان _ کوريا د فني او حرفوي زده کړو د انستيتوت آمر ميرجلال الدين هشام په خبروکې وويل چې په دې آزموينه کې د نجونو او هلکانو په ګډون شپږ سوه داوطلبانوبرخه اخيستې وه چې دشموليت دآزموينې له ورکولو وروسته ٢٣٠ تنه يې په دريو برخوکې ( انګليسي، کمپيوټر او خياطۍ) کې جذبيږي.
يوه اوونۍ مخکې د دغه انستيتوت د انګليسي، کمپيوټر او خياطۍ له برخو څخه دوه سوه تنو ته دفراغت سندونه ورکړا ى شول.
3 1 دقیقه لوستل