خبرونهټولنه

د افغان کډوالو لسګونه کورنۍ له پاکستان څخه هېواد ته راستنې شوې

کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
د کندهار ولايت د سپين بولدک ځايي مسوولين‌ وايي چې نن هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو لسګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په سپين بولدک کې د بيرته راستنېدونکو د ثبت، تثبیت او ښه راغلاست کمېټې مسئولینو د جمعې په ورځ باختر خبري آژانس ته وویل، چي نن ۲۴۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته را ستنې شوې، چي د کسانو شمېر يې يو زرو ۴۸۸ تنه کیږي.
یادې کورنۍ د حکومت د نقدي مرستې اخیستلو تر څنګ مرسته کوونکو موسساتو ته هم ور وپېژندل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته