ورزش

د افغان کلپ د نجونو د فوټبال ټيم اتل شو

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ١٨
د افغان کلپ د نجونو دفوټبال ټيم دکابل ښار د نجونو د فوټبال د غوره ليګ د سياليو اتل شو .
د هيواد د فوټبال فدراسيون د خپرونو آمر عبدالرشيد عزيزي نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغو سياليو په وروستۍ لوبه کې پرون مازيګر د ميهن او د افغان کلپ ټيمونو لوبه وکړه چې نتيجه د صفر په مقابل کې په پنځو سره دافغان کلپ دټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم لومړى مقام وګاټه.
دغه راز د ميهن او د عدالت ټيمونو د دغو سياليو دويم او دريم مقامونه وګټل.
دغه سيالۍ له يوې مياشتې راپه دې خوا د نجونو د اتو ټيمونو ترمنځ د فوټبال فدراسيون په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته