کابل باختر د وږي ٩ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ملي امنیت شورا دفتر د غونډو په خونه کې د بریتانیا د شاهي دولت د دفاع له وزیر ښاغلي ګوین ویلیامسون سره وکتل. د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ؛ په دې کتنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو پر جګړه ېیز چمتوالي او وړتیاوو خبرې وکړې. د بریتانیا د دفاع وزیر ښاغلي ګوین ویلیامسون، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو قربانۍ وستايلې او د خپلو همکاریو د دوام ه يې ډاډ ورکړ. هغه وویل، چې بریتانیا هڅه کوي، چې د افغان ځواکونو په ځانګړي توګه د افغان هوايي ځواک مهارتونه او وړتیاوې لوړې کړي. ښاغلي ویلیامسون زياته کړه، چې هېواد یې چمتو دی، ترڅو د پرمختللو روغتيايي مرستو په برخه کې له افغان ځواکونو سره همکاري وکړي. هغه ټينګار وکړ، چې د بریتانیې په کوڅو او سړکونو کې هغه مهال د بشپړ امن احساس کیدلی شي، کله چې د افغانستان په کوڅو او سړکونو کې د امن احساس وشي. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د بریتانیا د دفاع وزیر ته له هرکلي ویلو وروسته وویل، چې د افغانستان حکومت ژمن دی، چې په هېواد کې امن او ثبات راولي او په دې برخه کې یې د افغان حکومت پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ. ښاغلي محب وویل: نه غواړي چې د افغانستان راتلونکي نسلونه خپل ژوند په جنګ او کړکیچ کې تېر کړي او زياته يې کړه چې له هرې ممکنه لارې او فرصت څخه به ګټه پورته کړي ترڅو په افغانستان کې جنګ او انسان وژنه بنده شي. محب د دې ترڅنګ د افغان ځواکونو د پیاوړتیا او مهارتونو د لوړاوي په برخه کې د افغان حکومت برنامې او پروګرامونه په لنډ ډول بيان کړل.پاىف
0 1 دقیقه لوستل