سیاست

د افغان ځوانانو درېيمه ملي کنګره پاى ته ورسيده

کابل باختردوږي دمياشتې ١٠نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکتر کمال سادات نن د افغان ځوانانو د درېيمې ملي کنګرې د پاى په مراسموکې د رسنيو له مسوولينوڅخه وغوښتل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره کې د پوهاوي ورکولو د پروګرامونو په خپرولوسره خپل مسووليت ادا کړي. د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دغومراسموکې له نشه يي توکو څخه د استفادې د زيانونو د پوهاوي ورکولو د څلور ورځنۍ کنګرې د پاى ته رسولو په مناسبت پرځاى شوي و، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکتر کمال سادات د ځوانانو د ملي کنګرې د جوړولو هدف له نشه يي توکو سره د مبارزې په لاره کې له نړيوالو تجربو څخه استفاده وبلله او د رسنيو له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې د پوهاوي ورکولو د پروګرامونو په خپرولو سره دې خپل هېوادنى مسووليت ادا کړي. ده دغه راز له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې په لاره کې هلې ځلې وکړي. د دغو مراسمو په پاى کې کورنيو او بهرنيو ښوونکو او سلو تنو ځوانانو ته ستاين ليکونه او تصديق ليکونه ورکړل شول. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته