خبرونهفرهنګTOPښوونه او روزنه

د افغان ټکنالوژۍ انسټيټوټ پر یو شمېر محصلینو تصدیق‌پاڼې ووېشل شوې

کابل، د لړم لومړۍ، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی معینیت له لوري، نن د افغان ټکنالوژۍ انسټيټوټ پر یو شمېر محصلینو تصدیق‌پاڼې ووېشل شوې.

یادو محصلینو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه میاشتنۍ روزنیزه دوره کې ګډون کړی و، چې په کې د مکتوب، استعلام او پېشنهاد لیکلو او همدا رنګه د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډېټابېس په اړه موضوعات له ګډوانوالو سره شریک شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مالي، اداري او ګرځندوی معین مولوي قدرت الله جمال، وویل چې ټولنه د استعدادونو پر مټ راپورته کېږي او افغانان د نړۍ په کچه د ښو استعدادونو خاوندان دي چې دغه استعدادونه باید وهڅول شي.

Ps202410223 1

مولوي جمال دغه راز، د یادې روزنیزې دروې له ګډونوالو څخه وغوښتل چې له خپل علم او تجربې څخه د هېواد د پرمختګ او آبادۍ په لاره کې ګټه واخلي او هڅې دې وکړي چې خپله علمي او تحصیلي کچه لوړه کړي.

 د مالي، اداري او ګرځندوی معین ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه شان روزنیزو دورو او برنامو د ترسره کولو ملاتړ کوي او لازمې آسانتیاوې برابروي.

همدا رنګه، د روزنیزې دورې د ګډونوالو په استازیتوب سید موسی هاشمي، د دغې دورې د ترسره کولو په خاطر د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بشري سرچینو ریاست څخه د مننې ترڅنګ؛ د دغه شان روزنیزو دورو د دوام غوښتنه وکړه.

د ناستې په پای کې، مسئولینو د یادې روزنیزې دورې پر ګډونوالو تصدیق‌پاڼې ووېشلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته