ټولنه

د افغان فلم د رياست د فلم د توريد آمر محمد عارف ناصري وفات شو

کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٤ :
د افغان فلم د رياست د فلم د توريد او د سينماګانو د څارنې آمر محمد عارف ناصري وفات شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيدمصدق خليلي او د دغه وزارت د مشرتابه هيئت د افغان فلم د رياست د يو سابقه لرونکي کارکوونکي په توګه  د ارواښاد ناصري د مړينې له امله د ده کورنۍ او دوستانو ته د ډاډګېرنې مراتب  څرګندوي او متوفى ته دلوى  خداى (ج) له دربارڅخه د فردوس  جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوي .
د ارواښاد محمدعارف ناصري جنازه سبا د يکشنبې د ورځې له غرمې وروسته په يوه نيمه بجه د مسعود په ښارګوټي کې د دوى له کورڅخه اخيستل کيږي او د عيدګاه په جومات کې د جنازې له ادا کولو وروسته په شهداى صالحين کې خارو ته سپارل کيږي.
د ارواښاد د نارينه و فاتحه د روان کال د سلواغې د مياشتې په شپږمه نيټه له غرمې وروسته له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې دکابل ښار  د هراتيانو په جامع جومات کې او د ښځو فاتحه د نوي ښار په ښاري سالون کې اخيستله کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته