ټولنه

د افغان خبريال شهيدسردار احمد دزوى ابوذر روغتيايي حالت مخ په ښه کيدو دى

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٤
د افغان خبريا شهيدسردار احمد دکوچنى زوى ابوذر روغتيايي حالت چې په کابل سرينا هوټل کې د نوروز د شپې په پيښه کې ټپي شوى و؛ مخ په ښه والي دى او دکابل په ايمر جنسي روغتون کې ډاکتران د هغه دبشپرې روغتيا هيله لري.
د درې کلن ابوذر يو معالج ډاکتر ډاکتر فريد احمد دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ابوذر پرون له غرمې وروسته په هوښ شو او اوس دهغه روغتيايي حالت دهغې ورځې په پرتله چې روغتون ته ليږدول شوى و؛ په سلو کې پنځوس بدلون کړى دى.
ددغه ډاکتر دڅرګندونو له مخې: ابوذر نن وکولاى شول يوه اندازه مايعات واخلي او د خپلې کورنۍ له يو شمېر غړو سره يې له نږدې خبرې وکړي.
سره له دې چې دکوچنى ابوذر روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى؛ خو هغه څه چې د نوروز په شپه په کابل سرينا هوټل کې په ده او د ده په کورنۍ رامنځته شول؛ له رواني پلوه په ابوذر اغيزه کړې ده.
ويل شوي دي: کله چې ابوذر په هوښ شو؛ لومړنۍ خبره مور يې وه. په همدې حال کې دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين جنرال ايوب سالنګي نن په ايمرجنسي روغتون کې د ابوذر د احوالو پوښتنه وکړه او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه يې د ده د بشپړې روغتيا هيله وکړه.
ابوذر د نوروز په شپه کله چې له خپل پلاره، مور، خور او ورور سره د سرينا هوټل رستورانټ ته د ډوډۍ خوړلو لپاره تللى و چې د څلورو تنو تروريستانو له خوا په ميلمنو بريد وشو چې په دې پيښه کې نهه تنه ووژل شول.
د ابوذر د پلار، مور ، خور او ورور په ګډون د ده د کورنۍ څلور تنه غړي شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته