اقتصاد

د افغان تيلي کام او د سلام مخابراتي شبکې په پکتيا کې په فعاليت پيل وکړ.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
د افغان تيلي کام  او دسلام مخابراتي شبکې نن  په  پکتيا ولايت کې  فعالې شوې دګرديز له ښار څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
په  هغې غونډه کې چې له همدې  امله  د پکتيا ولايت د مخابراتو او دمعلوماتي تکنالوجۍ  په رياست کې جوړه شوې  وه ، د دغه ولايت مرستيال عبدالولي دخبرو په ترڅ کې په دغه ولايت کې د اړيکو د ارتباطاتو په برخه کې ددغو شبکو فعالول ګټور وبلل او دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوجۍ   وزارت له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې دغه شبکې د ولسوالۍ له مرکز سره د ډنډپټان په لويه لاره کې جوړې کړى  چې هغه  زيات  شمير   وګړي  چې هلته ميشت   دي له   دغو خدمتونو څخه استفاده وکړى  .
دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوجۍ  دوزارت معين ايمل مرجان ددغو شبکو فعالول ددغه ولايت اوسيدونکو او په تيره بيا ځوان نسل  ته ارزښتناک  وبلل او  ژمنه يې وکړه چې ځوانانو ته په دې برخه کې دمسلکي زده کړې زمينې هم برابره شي.
دغه شبکې دګرديز  ښار  تر اته کيلومترۍ  واټن پورې داستفادې   وړ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته