د افغانۍ د مختلف سريال لرونکو بانکنوټونو د تعويض په اړه د افغانستان بانک خبرتیا

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر

ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د مختلف سريال لرونکي يا دوه نمره يي بانکنوټونه په دې شرط چې دواړه طرفونه يې اصلي وي او دوه سره نه وي؛ په مندرس بانکنوټونو کې شامل دي. هغه هېوادوال چې دا ډول بانکنوټونه ولري؛ کولای شي چې د افغانستان بانک او يا هم د سوداګریزو بانکونو تر ټولو نږدې نمايندګۍ ته په ورتګ سره دا بانکنوټونه په سالم (د چلښت وړ) بانکنوټونو بــدل کړي او يا يې خپلو حسابونو کې تحويل کړي.

د یادونې وړ ده چې دا ډول بانکنوټونه له ۱۳۹۵ کال را وروســــته، په مندرسو بانکنوټونو کې نه حسابېدل او د چلښت وړ نه وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته