سیاستخبرونهټولنهTOP

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: د هېواد په کچه څه باندې ۱۱۶ زره سوالګر راټول شوي دي

کابل، د وږي ۲۴مه، باختر

د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام په دوام، د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسئولينو نن د دغې ادارې د تېر یوه کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي عبداللطیف ثابت، د دغې ادارې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او له ټولنې سره یې د اسلامي امارت او خیریه بنسټونو د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه.

هغه، دغه راز پر سوداګرو، ملي او نړیوالو خیریه بنسټونو او سازمانونو غږ وکړ چې د بېوزلو، کونډو، یتیمانو او اړو کسانو د لاسنیوي په موخه دې، له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره خپلې مرستې ډېرې او خپل انساني او بشري مسئولیت ترسره کړي.

همدا رنګه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند مولوي مدثر همراز، د دغې ادارې مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې شریکې کړې او ویې ویل چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په تېر یوه کال کې د طبیعي پېښو له یو میلیون ۴۳۰ زره او ۳۶ زیانمنو او اړو کسانو سره، نغدي او د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې چې په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، لوبیا، وریجې، بوره، مالګه، چای، مکروني، بېسکوېټ، نخود، خیمې، ترپالونه او د پخلنځي وسایل شامل وو.

همراز زیاته کړه چې په یاده موده کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته د دوه زره ۲۱۲ ماشومانو په ګډون، پنځه میلیونه ۸۹۴ زره او ۳۳۲ تنه له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شوي او دغه راز په کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار او هرات کې د پنځه مرستونونو له لارې، د ۱۴۹۵ بې سرپرسته کسانو پالنه شوې او ۸۱۱۰ کونډو د خیاطۍ، ګلدوزۍ، غالۍ اوبدلو او لاسي صنایعو په برخه کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړې دي.

د هغه په وینا، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې؛ د هېواد په کچه ۱۱۶ زره او ۲۵۹ سوالګر راټول شوي، چې له دې جملې څه باندې ۳۰ زره يې مستحق پیژندل شوي او په میاشتني ډول له یادې ټولنې څخه نغدي مرسته ترلاسه کوي، چې هغوی ته د تېر کال په بهیر کې څه باندې ۵۳ میلیونه ۸۷۵ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مسئولينو د معلوماتو له مخې؛ تېر کال په هېواد کې د ۲۰۴ میلیونه افغانیو په ارزښت، له ۲۴ زره بې سرپرسته کورنیو سره هم مرسته شوې او همدا رنګه په اور سخت سوځیدلي او د هډوکو په میکروب اخته ۱۹ ناروغان په آلمان کې له درملنې وروسته؛ هېواد ته راستانه شوي دي. 

د یادونې وړ ده چې په تېر یوه کال کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له بېلابېلو سرچنیو څخه، څه باندې یو میلیارد ۳۳۶ میلیونه ۸۲۵ زره افغانۍ عواید راټول او د اسلامي امارت خزانې ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته