د افغاني سرې میاشتې مرستیال په افغانستان کې د قطر هېواد د سرې میاشتې له مسؤل سره وکتل
کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي نن په افغانستان کې د قطر هېواد د سرې میاشتې له مسؤل احمد العثماني او د سوري زړه د درملنې د کورنیو روغتونونو له مسؤلینو سره وکتل.
په دې کتنه کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته هغو ماشومانو په تړاو خبرې اترې وشوې چې په کور د ننه یې درملنه ناشونې ده.
په دغه ناسته کې ملا نورالدین ترابي د قطر هېواد د سرې میاشتې له مرستو د مننې تر څنګ د قطر د سرې میاشتې له استازي غوښتنه وکړه، هغو ماشومانو ته چې افغانستان کې یې درملنه نه کېږي؛ د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې لاس ورکړي.
ورته مهال احمد العثماني په خپلو څرګندونو کې ژمنه وکړه، چې تر خپله توانه به په دې برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره همکاري وکړي.