سیاستخبرونهټولنهTOP

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس په افغانستان کې د اندونیزیا له سفیر سره وکتل

کابل، د سلواغې ۸مه، باختر
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص نن په افغانستان کې د اندونیزیا له سفیر بوډي رحمت سوریا ساپوترا سره د افغاني سرې میاشتې له لوري په مرکزي مرستون کې مشمولينو ته د ترسره کېدونکو خدماتو په تړاو ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطيع الحق خالص د اندونیزیا سفیر ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ افغاني سرې مياشتې سره د اندونيزيا له مرستو مننه وکړه او د ياد هېواد مرستې يې د اړمنو او بې سرپرسته کورنيو په لاسنيوي کې اغېزمنې وبللې.
مولوي مطيع الحق خالص کې وويل چې افغاني سره مياشت د یوه خيريه، ملي او خپلواک بنسټ په توګه په بشرپالو کړنو کې د هر مرستندويه بنسټ ملاتړې ده او خپلې چارې د هر ارګان له مداخلې پرته پر مخ وړي، افغاني سره مياشت تل هڅه کوي؛ ترڅو د نړيوالو مرستنديو بنسټونو مرستې په بشپړ شفافیت تر اړمنو، بې سرپرسته کورنيو او پېښځپلو ورسوي.
نوموړي زياته کړه چې افغاني سره مياشت د روغتيا په برخه کې د بېلابېلو روغتيايي خدماتو ترڅنګ په رواني ناروغۍ د اخته ناروغانو درملنه هم کوي او په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې په پلازمېنه کابل کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې يو مجهز روغتون هم جوړ کړي.
ورته مهال د اندونیزیا سفیر په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې هڅې او بشرپال خدمات وستايل او په مرکزي مرستون کې د حرفوي زده کړو د زده کوونکو له لوري د اوبدل شويو غاليو او جامو يې لیدنه وکړه او افغاني سرې میاشتې سره يې د لا ډېرو همکاریو او مرستو ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته