ټولنه

د افغاني سرې مياشتې د ټولنې خبرتيا!

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
د افغاني سرې مياشتې د ټولنې خبرتيا!
ټاکل شوې ده د آلمان د سولې دکلي ډاکتران د روان کال د سلواغي د مياشتې په دريمه نيټه کابل ته راشي او د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د ډاکترانوپه همکارۍ هغه ماشومان چې د هډوکى ماتوونکي او د سختې سوځيدنې په ناروغۍ اخته وي؛ تشخيص او د درملنې لپاره آلمان ته واستوي او له رغيدو وروسته بيرته راستانه کړي.
له  هغو ميندو او پلرونو څخه چې ماشومان يې په دغو ناروغيو اخته دي او عمر يې له يوې کلنى څخه تر يوولس کلني پورې وي؛ غوښتل کيږي له خپلو ماشومانو او د ناروغ له اصلي تذکرې د پاسپورت په اندازه لس قطعې رنګه عکسونو او د ناروغ د ميندو او پلرونو د تابعيت له اصل تذکرو سره د افغاني سرې مياشتې د ټولنې دفتر او يا د کابل ښار د آرتل پله ته څېرمه د آلمان د سولې دکلي دفترته مراجعه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته