فرهنګ

د افغاني او نړيوالو سکو او بانک نوتونو د کلکسيون نندارتون پرانستل شو

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٨
د افغاني او نړيوالو بانک نوتونو او سکو د کلکسيون نندارتون نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملي نګارستان  کې پرانستل شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې نندارتون کې په سلګونو افغاني او نړيوال بانک نوتونو او سکې ، افغاني پوسترونه، د افغان شاهانو تصويرونه او د هغو قلمونو کلکسيون چې د هيواد د يو نوښتګر ځوان عرفان دوستيار له خوا راټول کړى شوي دي؛ نندارې ته وړاندې شوي دي.
د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسموکې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات د يو شمېر رييسانو، د نړۍ د فيلسوف محمد صديق افغان او د يو شمېر مينه والو په ګډون پرځاى شوي و؛ د هنرستان رييس او د ملي نګارستان مسوول په نورو برخو په تېره بيا په هنري او فرهنګي برخوکې د هيواد د ځوانانو د رول او ونډې يادونه وکړه او عرفان دوستيار يې چې د افغاني او نړيوالو بانک نونونو او سکو، افغاني پوسترونو او د افغان شاهانو د تصويرونو په راټولوکې ، هلې ځلې کړې دي؛ وستايه.
دغه نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي نګارستان او د سولې او اميد د بڼ په همکارۍ جوړ شوى او د دريو ورځو لپاره د مينه والو پرمخ پرانستى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته