سیاست

د افغانستـان داســلامـي جمـهوریت د اجرائیه ریاست دلومړي معاونیت

کابل باختر د غبرګولي  څلورمه

د افغانستـان داســلامـي جمـهوریت د اجرائیه ریاست دلومړي معاونیت

مطبوعاتي اعلامیه

وزیرانوته د اجرائيه ریاست د لومړي معاونیت پیغام!

په لوړو زده کړو سمبال، کدري او په کارپوه ځوانان داسې یوه ستره پانګه بلل کیږي، چې د هېواد راتلونکی مو ورپورې تړلې دی، د همدغو ځوانانو پرمټ کولای شو، د پرمختګ یو داسې اساسي علمي بنسټ کیږدو چې هېواد مو د پرمختګ او پیاوړتیا په لور ګړندي ګامونه پورته کړي.

د هېواد کدري ځوانان باید د وړتیا او پوهې له مخې په ټولو دولتي ارګانونو کې داسې ځای پرځای شي چې د هېواد او هیودوالو لپاره د خدمت جوګه وګرځي او د خپلې ځوانې انرژۍ، پوهې او استعداد له مخې ملي ګټې خوندي کړي.

دغه کدري ځوانان باید له کوم سیاسي، شخصي، سمتي او قومي روابطوپرته د هېواد د ملي ګټو پر اساس په دندو وګومارل شي، په دې معنا چې په وزارتونو کې د وزارت له څوکۍ پرته چې یو سیاسي بست دی نورې ښکته ټولې ټاکنې باید د ملګرتیا پالنې په اساس نه؛ بلکي د مسلک او ملي ګټو د خوندي کیدو په موخه تر سره شي.

وزیران باید د خپلو ملګرو د ملګرتیا پالنې پرځای د افرادو پوهې استعداد او وړتیا ته لومړیتوب ورکړي، ترڅو د هېواد د پرمختګ لپاره، په دولتي سیستم کې له هغو کدري ځوانانو څخه ګټه پورته شي چې کاري وړتیا لري، نه داچې په وزوارتونو کې د ټاکنې د  شخصي ګوندي سمتي او ژبنیوروابطو پر اساس وي، چې دغه ډول کړه وړه له یوې خوا د هیود له ملي ګټو سره په ټګر کې دي، له بلې خوا د ملت او دولت ترمنځ د واټن رامنځ ته کیدو لامل هم کیږي.

نو په کار داده چې د یوې روښانه راتلونکې او په ځان بسیا افغانستان لپاره له هغو ځوانو کدرونو څخه ګټه پورته شي، چې کاري وړتیا لري، زحمتونه يې ګاللي او د لوړو زده کړو خاوندان دي.

دغه هدف ته د رسیدو لپاره د جمهوررئيس او اجرائیه رئیس جدي پاملرنه د وخت یو مهم ضرورت دی.د یادونې وړ ده چې دغه کدري ځوانان هم باید په ملي فکر سمبال او ځانونه له هغو ناوړو سیاستونو او کړکیچونو څخه لرې وساتي چې د هېواد د ملي ګټو په زیان وي او په خپل ټول توان سره د یو پرمختللي سوکاله او ښیرازه افغانستان لپاره مټې را ونغاړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته