سیاستخبرونهTOPټولنه

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د اشغالګرو د ماتې او د اسلامي امارت د بریا درېیمه کالیزه د ولسونو په پراخ ګډون سره ونمانځل شوه

کابل، د زمري ۲۴مه، باختر
د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له لغمان، بامیان او نورستان څخه رانیولې بیا تر کابل، پنجشېر، نیمروز ، فراه، هلمند او کندهار پورې د زمري ۲۴مه چې په هېواد کې د امریکا او ناټو د اشغال د پای ته رسېدو او اسلامي امارت د بریا له درېیمې کالیزې سره برابره ده، په شاندارو مراسمو او ملي جشنونو سره ونمانځل شوه.

Img 20240814 Wa0013
د لغمان والي شېخ شېر احمد حقاني په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې ویلي دی: موږ یوه ریښتینې آزادي ترلاسه کړې، کفارو پر موږ د دې لپاره حمله کړې وه چې پر دې خاوره اسلام کمزوی او پیروان یې وځپي؛ خو دې ارمان ته ونه رسېدل.
همدا رنګه، د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د زمري ۲۴ مه، له ویاړه ډکه ورځ بللې او د اسلامي امارت نظام یې په نړۍ کې تر ټولو غوره نظام بللی دی.
د نورستان والي قاري زین العابدین عابد هم د «فتحې ورځې» په نمانځغونډه کې، دغه ورځ د هېواد په تاریخ کې زرينه ورځ بللې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت مجاهدینو د بي ساريو قربانيو په پایله کې، د امريکا او غربي هېوادونو شل کلن اشغال پای ته ورساوه او اوسمهال په ټول هېواد کې سوچه اسلامي نظام حاکم دی.

Img 20240814 Wa0014
ورته وخت کې د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم، ځایي مسئولینو او ولسونو ته په وینا کې، د اسلامي نظام ساتنه او پالنه فرض ګڼلې ده.
د یادو غونډو په بهیر کې د بېلابېلو ورزشي څانګو د لوبغاړو له لوري، په زړه پورې ورزشي نندارې او د پوځیانو له لوري پوځي نندارې هم ترسره شوې دي.

Img 20240814 Wa0015
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د اشغال د پای ته رسېدو او د اسلامي امارت بریا درېیمه کالیزه په بګرام پوځي ډګر کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو په شتون کې د نظامي ريژې په ترسره کېدو او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بېلابېلو مراسمو او جشنونو په تره سره کېدو سره ونمانځل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته