امنیت

د افغانستان په ځينو ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو دوام

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٦
د افغانستان په ختيځو سيمو د پاکستان راکټي او توپچي بريدونه دغه راز دوام لري.
دغه بريدونه د څه ناڅه لسو ورځو په بهيرکې زيات شوي دي.
له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې څه ناڅه پنځوس توغندي د افغانستان په ځينو ختيځو سيموکې لګيدلي دي.
د ننګرهار او کونړ په ولايتونو په دې وروستيو وختوکې د پاکستاني پوځيانو له خوا توغندي او توپچي زيات بريدونه شوي دي.
د کونړ والي وحيدالله کليمزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د پاکستاني پوځيانو د نويو راکټي او توپچي بريدونو په بهيرکې يوه ميرمن او درې تنه ماشومان شهيدان شوي دي.
د کونړ او ننګرهار د ولايتونو د خاص کونړ، ګوشتې، لعل پورې، نازيانو، سرکاڼو او دانګام ولسوالۍ په دې وروستيو وختوکې د پاکستاني پوځيانو د زياتو راکټي او توپچي بريدونو ډګر و.
د کونړ والي وايي چې دوى د مرکزي مقاماتو لارښوونو ته په طمه دي چې د پاکستاني پوځيانو دغو بريدونو ته ځواب ورکړي.
له بله پلوه هم د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال محمد ايوب حسين خيل وايي چې ځواکونه يې د پاکستاني پوځيانو دغو بريدونو ته د ځواب ورکولو په خاطر چمتو دي .
ده وويل چې د افغانستان د حکومت د جګپوو مقاماتو د لارښوونې په صورت کې دوى د پاکستاني پوځيانو د يو اړخيز بريدونو د ځواب ورکولو وړتيا لري.
د افغانستان په ځينو ختيځو سيمو د پاکستاني پوځيانو راکټي او توپچي بريدونه پنځه کاله مخکې د نوي لمريز کال په ورځوکې پيل شول او تر اوسه پورې دوام لري.
د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي: د دغو پنځو کلونو په بهيرکې پنځلس زره توغندي د پاکستاني پوځيانو له خوا په افغانستان توغول شوي دي چې له امله يې څه ناڅه دوه سوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د زرګونو تنو نورو د بې ځايه کيدو سبب شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته