ورزش

د افغانستان په وړاندې دپاکستان دکرکټ د تنکيو ځوانانو د ټيم سخته ماته

کابل باختر د سلواغي څلورمه :
د افغانستان د تنکيو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم په يوه په زړه پورې او جذابه لوبه کې د پاکستان ټيم ته د هغوى په کورکې ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې د پاکستان د تنکيو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم سخته ماته وخوړه او دوه سوه څوارلسو توپيري امتيازونو سره له لوبغالى څخه ووت.
لومړۍ لوبه د افغانستان دکرکټ لوبغاړوپيل کړه او ويې کولاى شول په يوې حساب شوې اوښکلې لوبې سره د پنځو لوبغاړوله لاسه ورکولو سره خپل قدرتمند سيال ته يوسلو شيږ ديرش امتيازونه هدف وټاکل.
په دې لوبه کې حشمت الله شهيدي د افغانستان د لوبغاړومخکښ و. ده په يوازيتوب سره له يوسلو شپږ ديرشو توپونو څخه سل امتيازونه ترلاسه کړل.
د پاکستان د تنکيوځوانانو د کرکټ ملي ټيم په زياتوهلوځلوسره يواځې دوه پنځوس امتيازونه ترلاسه کړل او د دوه سوه څوارلسو اميتازونو په توپيرسره يې سخته ماته وخوړله.
هغوى په اوولسم دورکې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، په داسې حال کې چې يواځې دوه پنځوس اميتازونه يې ګټلي و.
فريد احمد په دې لوبه کې د افغانستان د تنکيو ځوانانو دکرکټ دملي ټيم مخکښ و.
ده په يواځيتوب سره د پاکستان د ملي ټيم اووه لوبغاړي حذف کړل او د دغه ټيم د ماتې مقدمات يې برابرکړل.
پرون د دوو ټيمونو په لومړۍ لوبه کې پاکستان د يواځې اوولسو امتيازونوپه توپير سره د افغانستان د ځوانانو دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړې وه.
دغه سيالۍ د افغانستان او پاکستان د نولس کلنو تنکيوځوانانو د ملي ټيمونو ترمنځ د لاهور ښار په قذافي لوبغالى کې ترسره شوې وې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته