کابل – باختر دکب دمياشتې ١٦
د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو پرضد پوځي عملياتوکې څه دپاسه ٢٠٠ تنه داعشيان ووژل شول.
په دغو داعشيانو د وروستيو دريو ورځو په بهيرکې د کوټ او هسکې مينې په ولسواليوکې بريد وشو.
د شاهين ٢٠ په نامه دغه عمليات د سلګونو تنو پوځيانو په ګډون د هوايي قوتونو په ملاتړ پيل شوي دي.
د افغانستان ختيځ کې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو درې ورځينو پوځي عملياتوکې څه د پاسه دوه سوه تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل:په دغوداعشيانو دکوټ او هسکې مينې په ولسواليوکې بريدونه وشول.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: پوځيانو د دغو عملياتو په بهير کې د ډار اچوونکو له شتون څخه د څو کليو په پاکولو بريالي شوي دي.
2 1 دقیقه لوستل