د افغانستان په ختيځ کې د پاکستاني طالبانو يو قوماندان او د هغه شپږ تنه افراد ووژل شول

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٤ :
د پاکستاني طالبانو يو قوماندان له خپلو شپږ وتنو افرادو سره يې د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د ناټو د بې پيلوټه جنګي الوتکو په هوايي بريدکې ووژل شو.
په نذير اپريدي پرون ناوخته د لعل پورې ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت بريد وشو او ووژل شو چې له خپلو افرادو سره يې په تروريستي فعاليتونو بوخت و.
د ننګرهارولايت د امنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې هوايي بريدکې د پاکستاني طالبانو سيمه ييز قوماندان نذير اپريدى له شپږو تنو افرادو سره يې ووژل شو.
ده وويل: دغه قوماندان له افرادوسره يې په موټر سپور و او غوښتل يې چې په يولړ تروريستي بريدونو لاس پورې کړي.
ويل کيږي؛ د دغې پيښې په وژل شويوکسانوکې د پنجابيانو په ګډون څو تنه پاکستانيان هم شامل دي.
مشرقيوال وايي چې په دې هوايي بريدکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته