د افغانستان په ختيځ کې د طالبانو پيژندل شوى قوماندان ملامهجور ووژل شو

کابل- باختر دليندۍ ديرشمه:
د وسله والوطالبانو پيژندل شوى قوماندان ملان مهجور په کونړ ولايت کې د عملياتو په بهيرکې ووژل شو .
په دغه قوماندان تېره شپه د ناري ولسوالۍ په مربوطاتوکې د افغان او ناټو د ځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شو .
باختر اژانس د ناټو د يوخبرپاڼې له خولې خبر راکړچې ملا مهجور کله چې د يو لړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و؛ د خپل يو ملګرى سره ووژل شو .
  ويل کيږي چې دغه قوماندان جګړه مارانو ته دجنګي وسايلو او د مالي امکاناتو د برابرولو مسووليت هم په غاړه درلود او په پاکستان کې له يو شمېر کړيو سره يې نږدې اړيکې درلودې .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته