سیاستخبرونه

د افغانستان په بیا رغاونه کې د روسیې د ونډې اخیستنې چمتووالی

 کابل / د وږي / ۸ / باختر

روسیه وايي چې چمتو ده د افغانستان په بیا رغاونه کې ونډه واخلي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي دي چې اوس د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي بیا رغاونې په برخه کې د روسیې د ګډون وخت دی.

کابلوف د روسیې له ۲۴ ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: ‎( موږ د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي بیا رغاونې لپاره په نړیوالوهلوځلوکې تل ونډې اخیستلو ته چمتو یو او فکر کوو د دې وخت رسېدلی دی).

کابلوف د روسیې له ۲۴ ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل: موږ تل د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي بیا رغاونې لپاره په نړېوالو هلو ځلو کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی له جګړې وروسته اعلام کړی دی، اوس د دې وخت رسېدلی دی.

د افغانستان په چاروکې د روسیې استازی وايي چې افغانستان ته  د طالبانو راتګ یو واقعیت دی او روسیه به اړه وي چې  د افغانستان له نوي دولت سره  اړیکې ټینګې کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته