سیاست

د افغانستان په بيا رغاونه کې د ترکمنستان د مرستو پر زياتوالي د دغه هېواد د سفير ټينګار

کابل باختر دچنګاښ ٢٠     
په هرات کې د ترکمنستان پخواني قونسل چې په افغانستان کې د ترکمنستان د نوي سفير په توګه ټاکل شوى دى، د خپل ماموريت په دوره کې د ولايتي شورا  د همکاريو له امله مننه او وکړه .
  د هرات دولايتي شورا رييس کامران علي زايي دبريښنا رسونې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي اړيکو د تامينولو او د ټاپي پروژې د کار د پيل په لاره کې  د ترکمنستان  د مرستو او همکاريو له امله مننه او قدرداني وکړه .
ده زياته کړه: د هرات ولايتي شورا چې دهېواد لومړى درجه ولايت دى، تل له تاسو سره  همکار و او همکار به و اوسي او د هرات له خلکو او د هغو له استازو څخه ستاسو د هميشنيو کتنو غوښتنه کوو .
  په هرات کې  دترکمنستان پخوانى قونسل وايي: ترکمنستان چمتو دى چې دټاپي دپروژې دکار په پيل سره سل ميګاواټه بريښنا افغانستان ته صادره کړي. 
ده زياته کړه چې د ټاپي پروژې اساسي کار د ابتدايي پړاوونو له بشپړيدو وروسته پيليږي چې په هغه کې به زر تنه په کار وګومارل شي .
په پاى کې د ولايتي شورا رييس د هرات د خلکو په استازيتوب ډاډ ورکړ چې  خلک به د دغې پروژې د امنيت په تامينولوکې همکاري وکړي .
  ختم _ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته