د افغانستان په اړه د دوحې ناستې په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه
کابل، د سلواغې ۲۸مه، ب اختر
د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوو نیمو کلونو کې له یوې خوا په کور دننه د نظام د سیاسي، اداري، امنیتي، اقتصادي او اجتماعي بنیادونو د ټینګښت لپاره هڅې روانې ساتلې دي؛ له بلې خوا یې د سیمې هېوادونو سره اړیکو کې ښه پرمختګ کړی دی.
همداراز اسلامي امارت د ملګرو ملتونو، غربي هېوادونو او په ځانګړې توګه متحده ایالتونو سره هم په منظم ډول د ګڼو چاینلونو له لارې د یو اړخیز نامشروع بندیزونو، تور او جایزې لېستونو او د افغانستان بانک د زېرمو د آزادولو په اړه بحثونه لرلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملکرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټېرش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فرصت و چې پر اختلافي ټکو په کې واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وای.
د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده چې، که اسلامي امارت د یواځيني مسوول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بې نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.
د یادونې وړ ده، که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي.
د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله چې که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیز تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لوریو سره هم په دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای شي.