سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان په اړه د بیجینګ تګلاره؛ چین په خپلو پرېکړو کې خپله خپلواکي وښودله

تبصره

چینایي ولسمشر شي جېنګ پېنګ د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او ځانګړی استازی مولوي اسدالله(بلال کریمي) باورلیک په ورین تندي ومانه او له دې سره یې د کابل او بیجینګ په اړیکو کې د ټینګوالي یو بل ګام هم پورته کړ.

او ورسره چین لومړی هېواد شو، چې افغانستان کې له واکمن اسلامي امارت سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې پالي او دا د رسمیت پېژندنې په مانا هم کېدلی شي.

چین ولې داسې یو مثبت ګام پورته کړ؟

چینایان هوښیار خلک دي او دوی پوهېږي، چې اسلامي امارت د افغانستان اصلي واکمنان دي او چارواکي، مامورین او امنیتي او پوځي غړي یې د عامو افغانانو له منځه راپورته شوي او د یو سرښندونکې مقدسې مبارزې په پایله کې یې واک ترلاسه کړی، مانا دا چې د غلامۍ او سرکوزۍ په پایله کې واک ته نه دي رسېدلي.

چینایان پر دې هم پوهیږي، چې له افغانستان سره له منظمو او پاکو اړیکو پاللو پرته یې سیمه کې ګوزاره نه کیږي.

دوی دا درک کړې، چې د اسلامي امارت سیاستوالو او نظامیانو د نړۍ قدرتونه په ګونډو کړي او کله چې ٥٢ هېوادونو ته ځواب ورکوي نو طبعاً دا پر یو ابر قدرت بدلېدونکي هېواد نښې نښانې دي او هر هېواد غواړي، چې د نړۍ له ابر قدرته هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

چین هم د اسلامي امارت په مدیریت کې د افغانستان د پیاوړي کېدو نښې نښانې ولیدې او پرېکړه یې وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت سره د مثبتو او نېکو اړیکو په پاللو کې مخکښ شي.

دغه راز د بېجېنګ دغه پرېکړه د چین د هر اړخیز استقلال او خپلو سیاسي پرېکړو کې د خپلواکۍ ښکارندویي هم کوي او ښيي چې په خپلو پرېکړو کې مداخله نه مني.

اوس خبره داده، چې نورو هېوادونو ته هم پکار ده، د افغانستان اسلامي امارت دیني او کلتوري ارزښتونو او خپلواکۍ ته په درناوي کابل سره رسمي اړیکې وپالي، داسې اړیکې چې هم یې خپلې مشروع ګټې خوندي وي او هم د افغانستان ګټې او ملي او دیني ارزښتونه په کې خوندي وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته