سیاست

د افغانستان پلټونکی: د مصنوعي تنفس دستګاوو د قاچاق ادعا منتفي ده

کابل/ د زمري ۴ مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت پلټونکي د مصنوعي تنفس دستګاوو د قاچاق په اړه د پژواک خبري آژانس د راپور، له کرونا ویروس سره د مبارزې د ولایتي بودجې د حیف و میل په اړه د ۸صبح ورځپاڼې د راپور، د افغان جاپان او جناح روغتونونو روغتیایي کارکوونکو ته د معاشونو د نه ورکړې او په ولایتونو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې د تړونونو په اړه د خپلو څېړنو لومړنۍ موندنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د باختر آژانس خبريال خبر له مخې؛ غزال حارس، چې جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې زیاته کړه: له افغانستان سره د مصنوعي تنفس د ۶۳ مرسته شویو دستګاوو له جملې څخه، تر دې مهاله د ۵۶ دستګاوو شتون تثبیت او تصدیق شوی دی. 
حارس زیاته کړه: د مصنوعي تنفس د ۶۳ مرسته شویو دستګاوو له جملې څخه، د ۵۶ دستګاوو د شتون تثبیت او تصدیق؛ پاکستان ته د مصنوعي تنفس د ۳۲ دستګاوو د قاچاق په اړه، د پژواک خبري آژانس ادعا منتفي کوي.
هغې، ټینګار وکړ چې د پاتې ۷ دستګاوو، د تثبیت او تصدیق په اړه څېړنې دوام لري، چې تر بشپړېدو وروسته به یې پایلې اعلان کړي.
د افغانستان بازرس، د مصنوعي تنفس د شته دستګاوو په اړه، د عامې روغتیا وزارت شمېرې متناقضې وبللې او ویې ویل: تر دې مهاله یاد وزارت، د دغو دستګاوو کره شمېر نه دی مشخص کړی.
حارس ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د مصنوعي تنفس ټولې شته دستګاوې په لېست کې شاملېږي او که له دې جملې څخه یوه یې هم تثبیت نه شي؛ په اړه به یې ملت ته راپور ورکړي.
د افغانستان بازرس وویل: د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، په څلور ولایتونو کې له کرونا سره د مبارزې ولایتي بودجه تر څېړنې لاندې ونیول شوه او لومړنۍ موندنې ښیي، چې په ډېری مواردو کې د اړتیا وړ اجناس او تجهیزات په لوړ قېمت اخیستل شوي دي.
دغه راز حارس، کرونا ویروس سره د مبارزې د ولایتي بودجې د غیر مرتبطو اخیستنو یادونه وکړه او ویې ویل: له دې بودجې څخه غټ تلویزیونونه، مبایلونه او د کمرو لېنزونه هم اخیستل شوي دي.
د افغانستان د بازرس په خبره، په ولایتونو کې د ورته یا یوشان اخیستل شویو اجناسو په قېمت کې د پام وړ توپېر شتون لري، د بېلګې په توګه، په بدخشان  کې د ډیجیټلي ترمامیتر یوه دستګاه په ۱۲ زره افغانۍ، په هرات کې په ۲۴ زره افغانۍ، په لوګر کې په ۹۱ زره افغانۍ، په غزني کې په ۱۶ زره افغانۍ او په سمنګانو کې په ۲۰ زره افغانۍ اخیستل شوي دي.
حارس، کرونا ویرس سره د مبارزې د ولایتي بودجې له لګښت څخه د څارنې په بهیر کې د رسنیو او مدني ټولنو د رول اهمیت ته په ټینګار سره وویل: په ځینو مواردو کې د اړوند ولایتي کمېټو لخوا د یادو بنسټونو رول له پامه غورځول شوي دی. 
د افغانستان بازرس، د افغان جاپان او جناح روغتونونو روغتیایي پرسونل ته د معاشونو د نه ورکړې د راپور په اړه وویل: څېړنې ښیي چې په دې برخه کې بې نظمي موجوده وه.
هغې وویل، د عامې روغتیا وزارت په یادو دوه روغتونونو کې د استخدام شویو کارکوونکو شمېر او کره لېست نه لري او دغه راز د روغتیایي پرسونل د استخدام بهیر کې شفافیت په پام کې نه دی نیول شوی. د څانګې خلاف یا د سن له پوره کولو پرته کسان استخدام شوي او یو کس په یو وخت کې په دوه درې پُسټونو کار کوي.
همداراز د افغانستان بازرس وویل، د دغې ادارې موندنې ښیي، چې له تېرو کلونو راهیسې او اوسمهال هم  د هېواد روغتیایي سکتور کې جدي مدیریتي ضعف شتون لري.
حارس په داګه کړه، د څېړنو بشپړېدو په صورت کې د دې احتمال شته چې یو شمېر چارواکي د وظیفوي غفلت او یو شمېر دولتي مسوولین، له دولتي سرچینو څخه د ناوړه ګټې اخیستې له امله؛ څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.
د افغانستان بازرس یو ځل بیا له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې له کرونا سره د مبارزې پروسه کې د شفافیت نه شتون په اړه د اسنادو او شواهدو په وړاندې کولو سره، له هغې سره مرسته وکړي.
###

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته