سیاست

د افغانستان ملت بايد د مقاومت د ميړنيو د جهاد برياليتوبونه وساتي

کابل باختر د کب شلمه :
د جهاد او مقاومت د ميړني، د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم د ناڅاپي رحلت خبر، د افغانستان ملت په زيات ژور خپګان او انديښه کې ډوب کړ او افغانستان د جهاد او مقاومت دغه مبارزه خاوره يې د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم په کار او مبارزه کې د خپل يو ډير رښتينى  بچى د له لاسه ورکولو په ماتم کې کيښنوله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو دچارې معينې سيمين حسن زاده د باخترآژانس له خبريال سره په خبروکې ددغه ټکى په بيانولوسره زياته کړه: د قرانکريم  په څرګند نص سره ټول د خداى يو او د خداى په لور ځو. هر څه له منځه تلونکي دي. ( کل من عليها فان ). خو هغه څه چې کولاى شي دوام او پايښت يې د تاريخ په ذهن کې تل پاتې او ژوندى وساتي؛ انساني او خدايي مفکورې اوکړه وړه دي چې زموږ د ديني، ملي او هيوادنيو ارزښتونو او باورونو د ساتنې په لاره کې  د ارواښاد مارشال د آزادي غوښتوونکو مبارزو او د هر اړخيزو مجاهدتونو ګټورو کلونو ته په پاملرنې سره، دى به دافغانستان د تاريخ او دخلکو په ذهن کې يوه تل پاتې اوهميشنى څيره  وي.
دخپرونو د چارومعينې څرګنده کړه چې د افغانستان ملت د جهاد او مقاومت د ميړنيو د ارزښتونو مدافع دى.
اوس چې دافغانستان ګران ملت په اوسنيو خاصو زماني شرايطوکې دخپل هيواد د سرلوړى او آبادى لپاره د يو والى او مبارزې يو منادي له لاسه ورکړى دى؛ لازمه ده چې د هغه د شخصيت د ځانګړتياوو او مفکورو په بيانولو سره د هيواد ننني او راتلونکي نسلونه دهغه دلارې دوام ته وهڅول شي.
  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارې معينې سيمين حسن زاده د مارشال محمدقسيم فهيم د رحلت د خبر په خپرولوکې د رسنيو دکړنوپه باب وويل: هغه څه چې د هيواد د يواځنى مارشال وړ و؛ تر يوې اندازې پورې د رسنيوله لارې تر سره شوي دي.
دې زياته کړه: د مارشال محمدقسيم فهيم د ناڅاپي مړينې په لومړيو شيبوکې د اطلاعاتو  او فرهنګ وزارت په خواشينۍ سره دغه زړه بوږنوونکى خبر خپور کړ.
له هغه وروسته د دې ورځنې ملي ماتم د اعلام په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دحکم په خپريدو سره، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو حکومتي او غير حکومتي رسنيو څخه وغوښتل چې خپلې خپرونې دملي ماتم له روحيې سره سمې عيارې کړي.
دخپرونو د چارې معينې زياته کړه: د هيواد  رسنيو تراوسه پورې د دولتي او غير دولتي مقاماتو د ډاډګيرنې او خواخوږۍ دپيغامونو، په دې اړوند دملي او نړيوالو غبرګونونو، مقالو، تبصرو، رپوټونو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو، د مارشال محمد قسيم فهيم له يارانو او سنګروالو سره د مرکو دخپرولو تر څنګ د ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم د مفکورو او د شخصيت د ځانګړتياوو په باب دګردي ميزونو د جوړولو تر څنګ په همدې مناسبت په ژوندي ډول د ماتم د مراسمو په خپرولو لاس پورې کړى دى.
دخپرونو دچارې معينې په پاى کې وويل: تراوسه پورې رسنيو د دغې ملي ضايعې په خبري پوښښ کې په ښه توګه عمل کړى دى چې هلې ځلې او فعاليتونه يې دستاينې وړ دي.
دې په پاى کې د مارشال محمدقسيم فهيم دمړينې په مناسبت دخپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د مارشال محمدقسيم فهيم غمجنې کورنۍ، جمهور رييس حامدکرزي، دکابينې غړو او د افغانستان ټول ملت ته څرګندکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته