د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافير په دغه هېواد کې د امنيت او اقتصاد په برخه کې شوي پرمختګونه وستايل

کابل، د مرغومې ۱۹مه، باختر
د افغانستان لپاره د ناروې سرپرست سفير پاول کلومن بکن د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال الحاج شېرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل.
کلومن بکن په دغه کتنه کې د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې د ثبات، امنیت او د اقتصادي لاسته راوړنو تر څنګ هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د ښه مدیریت ستاينه وکړه.
په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په دغه کتنه کې په افغانستان کې ورستي پرمختګونه نه پټېدونکي او بې مخینې وبلل او راستنېدونکو کډوالو ته يې په اشارې سره وويل چې که څه هم افغان حکومت د راستنېدونکو کډوالو لړۍ ښه مدیریت کړې، خو لاهم اړتیاوې شته او د پوره کولو لپاره یې د نړیوالو همکاریو ته هیله من یو.
د يادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ په يو شمېر نورو دوه اړخيزو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته