خبرونهسیاستفرهنګTOP

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د خپل وروستي سفر جزئیات له رسنیو سره شریک کړل

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن، نن د یوه خبري کنفرانس له لارې، افغانستان ته د خپل وروستي سفر جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دغه خبري کنفرانس کې چې په کابل کې ترسره شو؛ نیکولسن وویل چې افغانستان ته د خپل وروستي سفر په بهیر کې چې د فبرورۍ میاشتې له پنځمې تر اتمې پورې دوام وکړ؛ د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي، د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني، د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې له معین لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار او همدا رنګه د مدني او سوداکریزو ټولنو له استازو، د غیر دولتي نړیوالو سازمانونو له استازو او یو شمېرو نورو شخصیتونو سره په جلاجلا توګه لیدنې ترسره کړې او پر سیاسي، اقتصادي، له نشه یي توکو سره د مبارزې او نورو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
هغه، په نږدې راتلونکې کې د دوحې جوړېدونکې غونډې په تړاو هم معلومات ورکړل او هغه یې د نړۍ او افغانستان لپاره یو مهم فرصت وباله.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره، افغانستان له نشه یي توکو سره د مبارزې او د روږدو کسانو د راټولو او د درملنې په برخه کې ښه لاسته راوړنې لري او ژمنه یې وکړه چې د اروپا اتحادیه به په دې لاره کې د پخوا په شان خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
هغه، د افغانستان له خلکو سره د اروپايي اتحادیې بشري مرستو ته په اشارې وویل چې دغه اتحادیه د ۲۰۲۱ میلادي کال له آګست څخه تر اوسه پورې، له افغانانو سره څه د پاڅه ۶۰۰ میلیونه یورو بشري مرستې او څه د پاسه ۶۰۰ میلیونه یورو د اساسي اړتیاوو او معیشتي ملاتړ په برخه کې مرسته کړې ده.
نیکولسن د خپلو خبرو په پای کې، په هېواد کې له وروستیو زلزله ځپلو او راستنېدونکو هېوادوالو سره د بشري مرستو یادونه وکړه او په دغو او نورو اړوندو برخو کې یې د افغانستان له خلکو سره پر زیاتو او عاجلو بشري مرستو ټینګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته