کابل، د زمري ۳۱مه، باختر
د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازې رفیلا ایودیچه د ماموریت د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې نوموړې نن د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين شېرمحمد عباس ستانکزي سره د مخه ښې په موخه ناسته ترسره کړه.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې هغې په دې کتنه کې په افغانستان کې د خپل کار پر مهال د بهرنیو چارو وزارت له مرستو او همکاریو د مننې تر څنګ د خپل دوه کلن ماموریت د پای ته رسېدو خبر ورکړی ډی.
سرچينې زياته کړې، چې رفیلا ایودیچه له افغانستان سره د بروکسل پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ او په کابل کې یې د اروپايي ټولنې د نوې شارژدافیرې په توګه د مېرمن بوسکوویچ پوهر ویرانیکا له ټاکل کېدو هم خبر ورکړ.
ایودیچه زیاته کړې، چې لومړی به دوحې ته د افغانستان په اړه د هېوادونو له سفارتونو سره په مفصله ناسته کې د ګډون په موخه سفر وکړي، وروسته به په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغانستان په اړه هم مفصله غونډه وکړي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې هغې د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت له ګډون څخه د مننې ترڅنګ د اقتصاد په برخه کې په افغانستان کې پر شويو پرمختګونو هم خوښي څرګنده کړه.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په دغه کتنه کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اروپايي ټولنې د مرستو قدرداني کړې او رفیلا ایودیچه ته یې د بهرنیو چارو وزارت له اړخه د هر راز همکاریو ډاډ ورکړی دی.
34 1 دقیقه لوستل