د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې سفيره: د اسلامي امارت له اصولو او غوښتنو سره سم همکارۍ ته چمتو يو

کابل، مرغومي ۲۱مه، باختر
له پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ملي ادارې سرپرست ملا نورالدين ترابي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له سفیري ويرونیکا بوسویک پوهار سره کتلي دي.
د يادې ادارې د مالوماتو له مخې په دغه کې د داړو لورو ترمنځ د طبعي پېښو او غیر طبعي پېښو، اقلمي بدلون، وچکالۍ، وقایوي برخو په اړه خبرې اترې شوې دي.
ښاغلي ترابي په دغه کتنه کې غوښتنه کړې، چې د طبعي او غیري طبعي پېښو په اړه د بېړنیو حالاتو او خطرونو د مدیریت او د اقلمي بدلون د وقایې په برخه کې دې ورسره سره همکاري همکاري وشي او وقایوې پروژې دې پلي کړي.
په ورته وخت کې دافغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې سفیرې ويرونیکا بوسویک پوهار له پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ملي ادارې له سرپرست سره د دغه اتحاديې دهمکاریو یادونه کړې او ويلي يې دي ، چې په تیرو دريو کلونو کي يې ۱۵۰ میلونه ډالره مصرف کړي دي او غواړو چی نور هم خپل مرستو ته دوام ورکړي.
هغې څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت د اصولو او وزارتونو او دولتي ادارو د غوښتنو سره سم همکارۍ ته چمتو دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته