کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٥
د افغانستان او زيمبابوې د کرکټ د ملي ټيمونو ترمنځ لومړۍ لوبه د زيمبابوې په ګټه پاى ته ورسيده.
د کرکټ بورد د خپرونو مسوول عزيز غروال نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم په خپلې لومړنۍ ٥٠ آوريزه سيالۍ کې پرون له زيمبابوې سره لوبه وکړه چې لوبه يې وبايله.
دخبرځاى د څرګندونو له مخې: لوبه لومړۍ د افغانستان ټيم پيل کړه او په ٣٧ آورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره سيال ټيم ته يې د ١٢٢ منډو هدف وټاکه چې د زيمبابوې ټيم په ٣٦ آورونو کې ټاکلى هدف پوره کړ.
د يادونې وړ ده چې د هيواد د کرکټ ملي ټيم په زيمبابوې کې پنځه، ٥٠ آوريزې سيالۍ او دوه، ٢٠ آوريزه سيالۍ له کوربه ټيم سره ترسره کوي او ټاکل شوې ده دويمه ٥٠ آوريزه سيالۍ سبا ترسره شي.
0 1 دقیقه لوستل