د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره ډګر ته وځي

نړيوالې خبري منابع باختردوږي دمياشتې٣٠نيټه : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د آسیايي جام د لوبو په دوام نن له پاکستان سره د لوبې ډګر ته وځي. د عربي متحده اماراتو په پايتخت ابوظبي کې دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په څلورو بجو پیلېږي. افغان لوبډلې د آسیايي جام په لوبوکې تېره شپه د بنګله دېش لوبډلې ته په لوی توپیر سره ماتې ورکړه. لوبه افغانستان پیل کړه او ۲۵۵ منډې یې وکړې او خپل سیال ټیم ته یې د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه. خو بنګله دیش په ۴۳ اوورونوکې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې د ۱۱۹ منډو په جوړولو بریالی شو او لوبه یې په زیات توپیر بایلوده. د بنګله دېش پر وړاندې ټوله لوبډله ښه وځلېدله خو د لوبې مېن آف دې مېچ راشدخان د خپلې کلیزې په ورځ هم په توپ وهنه او هم په توپ اچونه کې بیسارې لوبه وکړه. دې شل کلن ستوري په توپ وهنه کې په ۳۲ بالونو ۵۷ ناسوځېدلی منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې یې په ۹ آورونوکې یوازې ۱۳ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول. له نننۍ لوبې وروسته د افغانستان بله لوبه د سپټمبر په ۲۳ مه نېټه له بنګله دېش سره او ورپسې د سپټمبر په ۲۵ له هند سره په پام کې ده. پاى ذکرالله