اقتصاد

د افغانستان د کرنې ستر نندارتون جوړيږي

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢١  :
د کرنې او اوبولګولو وزارت سبا د کابل په بادام باغ کې ستر زراعتي نندارتون جوړوي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت په ليک کې چې باختر آژانس ته رسيدلې دي؛ ويل شوي دي: په دې نندارتون کې زراعتي خصوصي شرکتونه، توليدي کمپنۍ او د افغانستان بزګران خپل زراعتي محصولات نندارې ته وړاندې کوي.
دکابل نړيوال نندارتون به په خپل ډول کې د هېواد په کچه ستر  نندارتون وي چې هرکال پکې ٢٠٠  ډوله زراعتي محصولات او توليدات نندارې ته وړاندې کيږي  او څه دپاسه ٥٠زره تنه ورڅخه ليدنه کوي.
سږ کال د دغه نندارتون ټولې غرفې دشرکتونو او بزګرانو په واک کې ورکړ شوې دي او دکرنې او مالدارۍ وزارت هيله لري چې په دغه نندارتون کې تجارتي معاملې او راکړه ورکړه لاسليک شي، ښې ارتباطي شبکې پکې رامنځته شي اوپه ټوليزه توګه په ددغه نندارتون کې د سوداګريزو معلوماتو د راکړې ورکړې لپاره به ښه فرصتونه برابر شي.
د کرنې او اوبولګولو وزارت ژمن دى چې دافغانستان دکرنې دمحصولاتو لپاره دبازار موندنې زمينې برابرې کړي او د کابل ستر زراعتي نندارتون دغه فرصت برابروي .
دکابل نړيوال نندارتون د زراعتي محصولاتو توليدونکو ته د دې زمينه برابروي   چې د محصولاتو د پروسس او انډي کولو له کمپنيو، کورنيو سوداګر، صادرونکو  او پانګه والو سره اړيکې ټينګې کړي.
دکرنې او اوبولګولو وزارت هلې ځلې کوي چې دکابل دنړيوال نندارتون له لارې د سيمې په کچه دافغانستان دتوليداتوله عالي کيفيت څخه  مصرفوونکي خبر کوي.
د سږ کال دکابل د زراعتي نندارتون شعار (له کورنيو توليداتو څخه استفاده او د افغانستان اقتصادي پياوړتيا ده) د دغه  نندارتون جوړول د يوې نړيوالې شبکې د جوړولو په لاره کې مهم پرمختګ دى .
د دغه نندارتون کتوونکي ددې فرصت لري چې له يوشمير سترو کورنيو او بهرنيو  سوداګرو او د زراعتي توليدي ماشين آلاتو د توليدونکو کمپنيو له استازو سره وګوري او دغه راز دوى به فرصت ترلاسه کړي چې د هېواد دګوټ ګوټ د زراعتي کوپراتيفونو له استازو سره هم وګوري .
دغه راز دمرسته کوونکو ادارو او دبېلابېلو پروژو استازي چې تجارتي زراعت تمويلوي؛ هم په دې نندارتون کې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د روان کال زراعتي نندارتون دکليوالي ښځو له نړيوالې ورځې سره جوخت جوړيږي او په رزاعتي سکتورکې دښځو پياوړتيا د کرنې او اوبولګولو وزارت له ستراتيژيکي هدفونو څخه دى .
د سږ کال په نړيوال زراعتي نندارتون او د کليوالي ښځو د نړيوالې ورځې په نمانځنه کې ځانګړي پروګرامونه ترسره کيږي او کليوالي ښځې په کرنيزه پرمختيا کې خپله ونډه نندارې ته وړاندې کوي.
دغه نندارتون دتلې د مياشتې تر ٢٤نيټې پورې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته