د افغانستان د ځمکې د تصفیې او تثبیت د طرحې جوړولو په موخه غونډه جوړه شوه

کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د افغانستان د ځمکې د تصفیې او تثبیت د طرحې جوړولو په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست مولوی عطاءالله عمري په مشرۍ غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري وویل چې موږ د افغانستان د ځمکو په برخه کې له قانوني ستونزو سره مخ یو، یوازې د افغانستان ۳۰ سلنه ځمکې تثبیت او تصفیه شوې دي، د افغانستان په ځمکو کې اصلاحاتو ته اړتیا ده، چې باید د کدستر او نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره په عمومي توګه بیا تصفیه او تثبیت شي.
په ورته وخت کې د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم وویل د افغانستان د ځمکو تثبیت او تصفیه د کرنې وزارت غوښتنه وه، چې په پلې کېدو سره به یې د هېواد د ځمکو ټولې ستونزې هوارې شي.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ ټاکل شوې داسې طرحه جوړه شي، چې مالي او بشري منابع به یې وڅېړل شي او د افغانستان اراضۍ کې به اصلاحات رامنځته او ورڅخه به اغېزمنې ګتې ترلاسه شي. دغه راز د پخوانیو معلوماتو او نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره به د افغانستان په اراضۍ کې کدستري سروې او د تصفیې طرحه رامنځه او ټولې ځمکې به سروې، تثبیت او تفصیه شي.
د افغانستان ځمکې پخوا د سردار محمد داوود خان په واکمنۍ کې چې، څه د پاسه ۳۰ سلنه ځمکې په کې شامل دي تثبیت او تصفيه شوې وې، خو د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري، چې د هېواد اراضۍ په بشپړه توګه تثبیت او تصفيه کړي.