د افغانستان د پخواني باچا محمدظاهرشاه د زيږيدو کاليزه ونمانځل شوه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٣٠
دافغانستان دپخواني باچا محمدظاهرشاه د زيږيدنې سلمه کاليزه په کابل کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د سياسي او فرهنګي شخصيتونو، د مدني ټولنې د فعالينو او د پخواني باچا د دوستدارانوپه ګډون جوړه شوې وه؛ ويناوالو د پخواني باچا محمدظاهرشاه د ژوندانه بېلابېل اړخونه وڅيړل.
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي ددغې غونډې دبرخه والو په نامه په خپل پيغام کې چې د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز د رييس عبدالغفور ليوال له خوا ولوستل شو؛ د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د خپل سلطنت د څلويښتو کلونو په وخت کې او له هغه وروسته تل هلې ځلې وکړې چې په افغانستان کې سوله او ثبات تامين او ټولو افغان ماشومانو ته د ښوونې او روزنې زمينه برابره او نيکمرغۍ د دې هيواد د خلکو په برخه شي.
په هغه وخت کې چې ده په روم کې شپې سبا کولې؛ تل يې دهيواد په چاروکې په بهرنيو لاسوهنو خپل سخت انتقادونه څرګند کړل او د ملګرو ملتو له سازمان څخه يې په دې اړوند د جدي رول د لوبولو غوښتنه وکړه .
له شک پرته د خپلو خلکو په وړاندې د ده د مسووليت احساس او د هيواد پالنې دغه حسن د خلکو ترمنځ د ده دريځ لا زيات پياوړى کړ.
دافغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس په پيغام کې دغه راز ويل شوي دي: اعليحضرت محمد ظاهرشاه د طالبانو د رژيم  له ړنګيدو وروسته هيوادته په راستنيدو سره د بېلابېلو ډلو په لازيات نږدې کولو او د خلکو ترمنځ د ملي يو والى په پياوړتيا کې انکار نه مننوونکى رول ولوباوه او په برخليک ټاکوونکو لويو جرګوکې يې ګډون وکړ او خلک يې د يو بل منلو ته وبلل او د هيواد د آبادۍ په لاره کې يې هلې ځلې وکړې .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په خپل پيغام کې چې د حبيب الله سهاک له خوا ولوستل شو؛ پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د دې هيواد د ځلانده څيرې او د تاريخ وياړلى شخصيت بللى او ويلي يې دي چې د افغانستان ملت او خلک په دغه هيوادکې د محمد ظاهرشاه د پاچاهى په دوران کې د ثبات او د ولسواک نظام په ټينګښت کې د ده رغنده او ټاکوونکى رول په ياد لري.
د هيواد د آزادۍ او ترقۍ په معرفي کولو او بنسټ ايښودلوکې او په تېره بيا د ډموکراسۍ په لسيزه کې د محمد ظاهرشاه رول ټاکوونکى دى. د افغانستان ملت او خلک د دغه هيواد د خلکو د جهاد په دفاع کې د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه تاريخي رول نه هيروي.
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر سيد مخدوم رهين خبرې وکړې؛ دملت د بابا د شخصيت او د ژوندانه له بېلابېلو اړخونو سره د اړيکې په ترڅ کې وويل: اعليحضرت محمد ظاهرشاه يو متواضع، حليم او دموکرات شخص و. نه يواځې د سيمې په تاريخ کې بلکې د ختيځ په ټول تاريخ کې هيڅ پاچا د اعليحضرت فقيد محمد ظاهر شاه په شان دموکرات نه و.
ډاکتر رهين د خپلو خبرو په دوام وويل: اعليحضرت فقيد تل د خپل ملت په فکر کې و او په هغو وختونو کې چې له هيواد څخه لرې ژوندته اړ و؛ يوه شيبه هم دملت له حال څخه بې خبره نه و.
ده وويل: د وژنو ترخې پيښې او هغه مسئلې چې په ملت تپل کيدې؛ د ده په روح او روان باندې سخته او ناوړه اغيزه کوله. ددغو پيښو له جملې څخه د جهل او شقاوت په لاس په باميانوکې د بودا د مجسمو ماتول او له منځه وړل و.
د دغه خبر په آوريدو سره اعليحضرت له داسې حالت سره مخامخ شو چې روغتون ته يې وليږداوه .
ډاکتر رهين زياته کړه: هغه اټکل چې پخواني پاچا د هيواد د راتلوونکي په باب او هغه طرحه يې چې د بيړنۍ لويې جرګې لپاره يې لرله؛ هغه څه و چې وروسته وروسته نړيوالې ټولنې د ډموکراسۍ او ولسواکۍ د ټولنې په لور د تور زړو د جهل او شقاوت له خطر څخه د افغانستان د ليږدونې لپاره د ډيرې ښې لارې په توګه وکاروله .
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي چې په دې غونډه کې يې برخه لرله؛ د اعليحضرت محمد ظاهرشاه د شخصيت او د ژوندانه د بېلابېلو اړخونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې د ملت بابا د افغانستان د ښه والي او د سولې او ثبات مفکوره په سرکې لرله.
ده وويل: کله چې له هيواد څخه په بهرکې و؛ موږ يې هيوادته د ستنيدو لپاره هڅولو، تل د افغانستان د آزادۍ او آبادۍ په فکرکې و .
کرزي زياته کړه: اعليحضرت ولسواک و؛ د افغانستان د برخليک د ټاکنې لپاره يې بشپړ باور درلود. تل په دې فکرکې و چې په خپله خاوره کې وي او د نورو هيوادوالو په شان ژوند وکړي چې له نيکمرغه دغه هدف ته ورسيد او خپلې خاورې ته راغى او په خپله خاوره کې وفات شو .
اعليحضرت محمد ظاهر شاه لوړه مفکوره او تفکر درلود او د ملي وحدت په تامينولو او په هيوادکې د نوې ژوندانه په جوړولو کې يې رول ولوباوه.
دغه راز په دې غونډه کې د سوداګرۍ او صنايعو پخواني وزير محمد امين فرهنګ، د شهيد احمد شاه مسعود د مرکز رييس احمد ولي مسعود، د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې رييسې فاطمې ګيلاني او د افغانستان د ژورناليستانو د ملي اتحاديې رييس عبدالحميد مبارز د اعليحضرت محمد ظاهر شاه د شخصيت او ژوندانه او د هغو خاطرو په باب خبرې وکړې چې له دغه ميړني شخصيت څخه يې لرل .
غونډه د دغه ارواښاد پاک روح ته د دعا په کولو سره پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته