د افغانستان د موټرسایکل ځغلوونې لوبډله په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته ولاړه
کابل، د سلواغې ۳۰مه، باختر
د بدني روزنې او سپوروټ عمومي ریاست له لوري د موټرسایکل ځغلوونې ملي فدراسیون ۱۸ کسېزه لوبډله د موټرسایکل ځغلوونې نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان هېواد ته روانه شوه.
دغه سیالۍ د افغانستان، پاکستان، ایران او سعودي عربستان ترمنځ به د پاکستان د لاهور ښار په کوربتوب سبا ورځ د کراس او کوهستان په سبک کې پیل شي.
د بدني روزنې او سپوروټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ به څلور ورځې دوام وکړي.