د افغانستان د ملي کتابتون د بنسټ ډبره کيښودل شوه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر سيدمخدوم رهين نن د کابل ښار د يکه توت په سيمه کې د افغانستان د ملي کتابتون د بنسټ ډبره کيښوده.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د پوهاند نعمت الله شهراني ، د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست ډاکتر عبيدالله عبيد، د جمهوري رياست د دويم معاونيت د سلاکار ، د کابل ولايت د سرپرست عبدالجبار تقوا ، د کابل ښاروالۍ د مرستيال ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معينانو او رييسانو ، يو شمېر دولتي چارواکو او د پوهنتونونو د ځينو استادانو په ګډون جوړه شوې وه؛ په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر سيدمخدوم رهين په دې ترڅ کې چې د کتاب د ارزښت او اهميت او د ټولنې په پرمختګ د هغه د مثبتو اغيزو او د هيواد په کتابتونونو د تيرو جګړو د زيانونو په اړوند خبرې وکړې؛ زياته يې کړه : افغانستان د خپل لرغوني تاريخ په اوږدوکې تل د کتاب کور و او په نړۍ کې ډير کم هيوادونه پيدا کيږي چې زموږ د مملکت په شان د کتابتون ، کتاب ، کتابدارى او د کتاب جوړولو د صنايعو سابقه ولري .
ډاکتر رهين وويل: درې زره کاله مخکې زموږ په هيواد کې د اوستا کتاب چې پيدا کوونکي يې بلخي پيغام راوړونکى زردشت و؛ د غوايانو د دولسو زرو پوستکو پرمخ وليکل شو .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه: له اسلام څخه له ډيرو مخکې زمانو څخه چې موږ د کتاب او د کتابتون خاوندان وو؛ تر اسلامي دورې پورې چې په رښتينې توګه د کتاب ليکنې او په کتاب پورې د اړوندو صنايعو په زړښت کې له ډول ډول تجليد، ښکلا او د هنرونو له نورو ډولونو څخه کاراخسته او موږ لا تراوسه پورې د کتاب جوړولو په برخه کې د ډيرو ظريفو هنري آثارو خزانې لرو؛ په تېره بيا قرآني او د تفاسيرو متنونه.
ډاکتر رهين وويل چې په اسلامي دوره کې د بلخ ، هرات، ګرديز او د غزني کتابتونونو هر يو په ټوله اسلامي نړۍ کې خاص شهرت درلود او نن په هر هيواد کې چې کتاب ، کتابتون او کتاب لوستل د درناوى وړ دي؛ دغه ملت او دغه هيواد  د خپل پرمختګ مهم پړاو تيرکړى دى .
وروسته پوهاند نعمت الله شهراني د اسلام د مبين دين له پلوه د علم او کتاب د اهميت په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: هغه لومړى آيت چې له قرآن عظيم الشان څخه نازل شوى دى؛ د علم په باب دى چې د علم ارزښت يې انساني ټولنې ته بيان کړى دى.
ده څرګنده کړه چې ننني حيرا نوونکي کشفيات ، ترقي او انکشافات ټول د آسماني کتابتونو مديون دي چې د لوى خداى (ج) له خوا انبياوو ته ليږل شوي دي چې د خلکو په لارښوونه کې هلې ځلې وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د ښار جوړولو وزارت سلاکار او د افغانستان دملي کتابتون د ودانۍ د پروژې طراح ډاکتر سيد ضيا حسيني د دغه کتابتون د جوړولو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې د دغه کتابتون ودانۍ ټاکل شوې ده د ٤٠ زره متره مربع ځمکې په ساحه کې په پنځو پوړونوکې چې دوه پوړونه يې په تلخونوکې او درې پوړونه يې د ځمکې پرمخ دي؛ جوړه شي.
ده زياته کړه چې ملي کتابتون به د دريو مليونو توکوکتابونو ظرفيت او په يوه وخت کې د دوه زره دوه سوه تنو مطالعه کوونکو د منلو ظرفيت ولري. په بېلابېلو برخو کې به د کتابونو ٢٤ تالارونه ولري.
د غونډې په پاى کې د ملي کتابتون د بنسټ ډبره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست ډاکتر سيدمخدوم رهين، پوهاند نعمت الله شهراني، د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست ډاکتر عبيدالله عبيد، د کابل ولايت د سرپرست عبدالجبار تقوا او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معين پوهنمل نبي فراهي له خوا کيښودل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته