ورزش

د افغانستان د فوټبال ټيم د فيفا د ځوانمردانه فوټبال جايزه ترلاسه کړه

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
د فيفا د ځوانمردانه فوټبال لومړۍ جايزه د افغانستان د فوټبال ټيم ته ورکړشوه. مخکې له دې د افغانستان فوټبال د فيفا د نړيوال فدراسيون له خوا د دغې جايزې  يوکانديد انتخاب شوى و.
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د ځوانمردانه فوټبال جايزه په هغه ستر جشن کې چې د فوټبال د نړيوال فدراسيون له خوا د سويس په زوريخ ښارکې جوړ شوى و؛ ددغه فدراسيون رييس سبلاترله خوا دفوټبال فدراسيون رييس او د بدني روزنې، سپورت او د المپيک د ملي کميټه رييس کرام الدين کريم ته  ورکړ شوه.
په دې جشن کې کرام الدين کريم په خپلو خبروکې وويل: د خوشحالى ځاى دى چې د افغانستان فوټبالرانو وکړاى شول په خپلو وروستيوبرياليتوبونوسره دافغانستان فوټبال نړۍ ته معرفي کړي.
ده وويل چې دغه جايزه د افغانستان د فوټبالرانو د زياتې هڅونې او پرمختګ سبب کيږي او موږ د فوټبال په وسيله وکولاى شول خپل هيواد ته رښتينې سوله او يو والى په سوغات راوړو.
د نړۍ د فوټبال د ډيرو غوره څيرو د ستاينې سترجشن د نړۍ د دوه سوه نهو هيوادونو په ګډون کال په کال د جنوري د مياشتې په ١٣نيټه د سويس په زوريخ ښارکې ترسره کيږي چې د نړۍ د فوټبال ډيرې غوره څيرې معرفي اوستايل کيږي.
د يادونې وړ ده چې د دغه سترجشن يو طلايي توپ د ريال مادريدله ټيم څخه پرتګالي فوټبالرکريستن رونالډو ته ورکړى شو او يوبل طلايي توپ د برازيل  فوټبالر پلې استوره ته ورکړى شو.
په دې جشن کې د نړۍ څو تنه نور بريالي فوټبالران هم وستايل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته