کابل، د وږي ۲۶مه، باختر
د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام په دوام، د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسئولينو نن د دغې ادارې د تېر یوه کال مهم فعالیتونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال شیخ مولوي امیر جان ثاقب، د دغې ادارې په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او ویې ویل چې د افغانستان د علومو اکاډمي د هېواد په کچه تر ټولو لوړه او معتبره تحقیقاتي مرجع ده چې هڅې کوي په بېلابېلو برخو کې کادرونه وروزي او ټولنې ته یې وړاندې کړي.
ثاقب زیاته کړه چې د علومو اکاډمي هڅې کوي د هېواد په کچه په ټولو علومو کې داسې کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي چې وکولای شي د ټولنې اړتیاوې پوره او درد یې دوا کړي.
همدارنګه، د افغانستان علومو اکاډمۍ علمي منشي دوکتور رفیع الله نیازي، د دغې ادارې مهمې لاسته راوړنې شریکې کړې او ویې ویل چې په تېر یوه کال کې د علومو اکاډمۍ له لوري، د علومو په بېلابېلو برخو کې ۳۴ عنوانه کتابونه چې ۱۱ زره ۹۰۰ ټوکه کېږي؛ چاپ شوي، ۲۵ عنوانه کتابونه ژباړل شوي او د څېړونکو او لیکوالانو د مطالعې لپاره د علومو اکاډمۍ کتابتون ته ۱۸ زره ۵۰۰ عنوانه نوي کتابونه ور زیات شوي دي.
نیازي زیاته کړه چې په یاده موده کې د علومو په بېلابېلو برخو کې ۳۷ علمي – څېړنیزې پروژې بشپړې شوې او ۲۰۸ نورې پروژې تر کار لاندې دي او دغه راز ۵۷ علمي – څېړنیز کنفرانسونه جوړ شوي دي.
د نیازي په وینا، د تېر کال په بهیر کې د علومو اکاډمۍ څلور علمي غړي د ماسټرۍ او دوکتورا له پروګرامونو فارغ شوي او ۲۰ تنه نور د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برنامو کې د ګډون په موخه، کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو ته معرفي شوي دي.
هېره دې نه وي چې د ۵۰ علمي – څېړنیزو آثارو چاپول، د شپږو علمي – څېړنیزو سمینارونو جوړول، د آریانا قاموس (پښتو – پښتو) د دویم ټوک چاپول او د آریانا قاموس (پښتو – پښتو) د درېیم ټوک بشپړول، د ۵۰۰ ټوکه آریانا ادبي دایرة المعارف چاپول، د هېواد په کچه د تحقیقاتو د ثبت مرکز رامنځته کول او د علومو اکاډمۍ د کتابتون ډیجیټل کول؛ د افغانستان علومو اکاډمۍ د روان (۱۴۰۳) مالي کال مهم پلانونه دي.