کابل – باختر دثور دمياشتې ١٣
د افغانستان د عالمانو د سرتاسری شوری د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پيغام !
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د زیاتو اورښتونو له امله د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د آب باریک کلي باندې د یوې خاورینې غونډۍ په ښوئیدلو سره درې سوه کورونه لاندې شوي چې تر اوسه د ۳۵۰ تنو مړي پیدا شوي او له دوو زرو څخه زیات ماشومان، ښځې او نارینه تري تم دي او هغه شپږ سوه کسان چې د دوی ژغورلو ته د مرستې لپاره ورغلي وو؛ هم د خاورو لاندې شوي دي او اووه سوه کورونه نورهم دګواښ لاندې دي . دغه واقعه زمونږ په هېواد کې یوه بې سارې طبیعي فاجعه او غمېزه ده چه په دومره لوی شمیر انسانان پکې له منځه تللي دي.
دافغانستان دعالمانو سراسري شوری د خپلې خواخوږۍ او ډاډ ګیرني مراتب د قربانیانو، پاتې کسانو او د بدخشان ولایت خلکو ته وړاندې کوي، شهیدانو ته د الله )ج( له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه کوي او په مسوولو دولتي مراجعو غږ کوي څو د ګواښ لاندې انسانانو د ژغورني لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي، همدراز د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتنه کوي تر څو له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره د اړو خلکو مرستې ته ورودانګي او له ټول افغان ملت په ځانګړې توګه له ملي سوداګرو څخه غواړي چې دخپلو مصیبت ځپلو ورونو مرستې ته را مخکې شي، ترڅو په وخت سره د فاجعې د خورېدلو مخه ونیول شي.
2 1 دقیقه لوستل