ټولنه

د افغانستان د عالمانو د سراسري شوری د مبارکۍ پيغام

 کابل / د زمري ۹ مه / باختر
د نېکمرغه لوى اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان د عالمانو د سراسري شوری د مبارکۍ پيغام
د افغانستان د عالمانو سراسري شوری د نېکمرغه لوى اختر د رارسېدو په مناسبت خپل د زړه له کومې مبارکۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررييس، د افغانستان مسلمان او متدين ملت او ټول اسلامي امت ته وړاندې کوي او هيله کوي چې  دا مبارکې ورځې پر افغان مظلوم ملت او پر ټوله اسلامي نړۍ په خوښيو، امن او ډاډمنه فضا کې تېرې شي.
شوری له خپلو هېوادوالو غواړي چې خپلمنځي خپګانونه شاته وغورځوي، يو بل ته  د ورورولۍ لاسونه ورکړي او په دغو مبارکو ورځو کې له ټولو منکراتو او د شريعت ضد کړنو څخه ځانونه په کلکه وژغوري، شمتن هېوادوال له بېوزلو او غريبو سره مرسته وکړي چې هغوى هم  د اختر پر خوږو پوه شي.
شوری د اختر په ورځو کې د اوربند د اعلام هرکلى کوي او د روانې جګړې له دواړو ښکيلو غاړو څخه غواړي چې دغه اوربند وغځوي او د دايمي اوربند پيلامه شي، جنګ بند کړي او د شتو ستونزو د حل لپاره ډېر ژر بين الافغاني خبرې پيل کړي او روانې غميزې ته د پاى ټکى کېږدي چې دا ځورېدلى او کړېدلى ملت هم، د نړۍ د نورو مسلمانانو په شان په آرامه فضا کې دغه مبارکې ورځې ونمانځي.
پاى وهاج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته