ټولنه

د افغانستان د زعفرانو بابا مړ شو

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان د زعفرانو د بابا پر مړينې خواشيني څرګنده کړې او هغه يې يوه ضايعه بللې ده.
محمد اکبر ٤٥ کاله وړاندې په افغانستان کې د زعفرانو په کرلو سره په هېواد کې د زعفرانو کرکيلې او توليد د رواجولو عامل شو.
هغه په افغانستان کې د زعفرانو په کرلو سره د دغه بوټي د کرکيلې له بنسټ اېښودونکو څخه شمېرل کېږي.
محمد اکبر چې د افغانستان د زعفرانو په بابا مشهور و، په وروستيو کې د ورپېښه شوې ناروغۍ له امله مړ شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نوماند وزير او سرپرست ډاکټر انوارالحق احدي په يو پيغام کې د افغانستان د زعفرانو د بابا په توګه د محمد اکبر يادونه وکړه او د هغه مړينه يې هېواد ته يوه ضايعه وبلله.
اوس افغانستان په نړۍ کې د زعفرانو له سترو توليدوونکو څخه دى.
د افغانستان زعفران د کيفيت له پلوه په نړۍ کې لومړى مقام لري.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته