د افغانستان د دوديز طب د څيړنې لو مړنى سيمينارپه کابل کې جوړشو

کابلباختر دثور٢٤
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت د افغانستان د دوديز طب د څيړنې لومړنى سيمينار نن په کابل کې جوړ شو.
په دې سيمينارکې په ديني او مذهبي چاروکې د جمهور رييس سلاکارپوهاند نعمت الله شهراني، د ملي شورا يوشميرغړو،داطلاعاتواوفرهنګ ، عامې رو غتيا او د لوړو زده کړو د وزارتونو معينانو، دکابل ښار يوشمېردوديزو طبيبانو او ډاکترانو او د دوديز طب مينه والوګډون کړى و.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د سيمينار د کار په پيل کې په افغانستان کې د دوديزطب د څيړنې د سيمينار په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام د جمهوري رياست دسلاکار وزيرډاکترفيض الله کاکړله خوا ولوستل شوچې په هغه کې ويل شوي دي:
د هرې ټولنې په فرهنګي ميراثونوکې دوديزه پوهه رغنده او ارزښتناک رول لري او په پاى کې د معاصرو علومو بنسټ ددغې دوديزې پوهې په ډولونو پورې اړه پيدا کوي. په بل بيان سره ننني ډول ډول علوم په پرمختللو بڼو سره د همدغې دوديزې پوهې اساس بلل کيږي.
دوديزطب ددغه شان پوهې ترڅنګ خاص ارزښت لري او د پيړيو پيړيو په اوږدوکې د دې هيواد پوهانو اوطبيبانو د همدغې دوديزې پوهې له تجربو څخه په استفادې سره زيات طبي آثار وليکل چې يو شمير دغه آثار د خاور او باختر د طبيبانو د پاملرنې وړ ګرځيدلي دي چې نن ورځ په نړۍ کې د طبي علومو د سترو څيړنيزو مرکزونو د استفادې وړ دي.
جمهور رييس په خپل پيغام کې د ا طلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه قدرداني وکړه چې يوې مهمې او د خبرو وړموضوع ته متوجه شوى دى اود نورو مهمو او ګټورو سيمينارونو ترڅنګ ، دا دى د دوديزطب دڅرنګوالى په باب يې يوسيمينار جوړکړى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين د وينا په ترڅ کې په بېلابېلو دوروکې د اسلامي تمدن اوفرهنګ او د دوديز طب له تاريخ سره اړيکې ونيولې او وې ويل: طبابت زموږ په اسلامي فرهنګ کې ډير لوړ ځاى لري او د اسلام مقدس دين ټولو علومو په تېره بيا دطب علومو ته ستر ارزښت ورکړى دى.
د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمدمصطفى (ص) ا بدان علوم د اديانو دعلوم په وړاندې طرحه کړه. د مسلمانانو اعتقاد په دې باندې دى چې لوى خداى (ج) هرنازل شوى درد ته درمل پيدا کړى دى خو آدميزاد بايد څيړنې اوپلټنې وکړي چې د درد درمل پيداکړي.
داطلاعاتو او فرهنګ وزير دهغو آثارو ، کتابونو  او پوهانو په اړوند چې په دې برخه کې له اسلام مخکې او له اسلام وروسته موجود وو؛ اړيکې ونيولې او وې ويل چې په علمي مسئلوکې د طب په برخه کې د نورو اديانو شته. د اسلامي ټولنې د منلو وړ دي او له اسلام مخکې طب اغيزو د اسلامي دورې په طب باندې هم خپلې خاصې اغيزې لرلې دي .
اسلام علمي افکارمني او په دې برخه کې د همکاري غوښتوونکى دى. لکه څنګه چې د اسلامي دورې په ستروطبي مرکزونوکې له نورو اديانو څخه زيات شخصيتونه وو چې د لويانو ددرناوى وړ وو او د منلو او تکريم وړ وو. هغوى په يوناني، هندي ،عربي او دري ژبوزيات ارزښتناک آثار را منځته کړل چې په طبي مرکزکې يو مخکښ جندنيشاپور بن سهل و چې د فردوس الحکمه په نامه يې مشهور طبي کتا ب و ليکه.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزيرډاکتر سيد مخدوم رهين پخوانى طب او زموږ د هيواد زياتو طبي بوټو ته د اشارې په ترڅ کې څرګنده کړه چې زموږ هيواد په تيره بيا کابل دطبي بوټو د توليد او متمدنې نړۍ ته د هغو دصادرولو مرکز و او د پرونى طب غوره والى په دې کې و چې په طبيعت يې ډډه لګولې وه او طبي بوټې چې لوى خداى (ج) پيداکړې دي؛ له جانبي عوارضو پرته  په ټولو دردونو اغيزمن دي. له دې جملې څخه د کابل تورې هريړې نړيوال شهرت درلود چې دجغرافيې په کتابونوکې کابل د ډيرې ښې هريړې د ښار په توګه ياد شوى دى.
دغه راز په دې سيمينارکې د لوړو زده کړو وزارت معين پو هانوال محمدعثمان بابري، د عامې روغتيا وزارت معين ډاکتر عبدالبصير او په کابل کې د نړۍ د روغتيايي سازمان استازى ډاکتر احمدشاد ولي د خپلو اړوندو ادارو پيغامونه چې د افغانستان د دوديز طب دڅيړنې د سيمينار په مناسبت برابر شوي وې ، ولوستل چې په پيغامونو کې يې ددغه ارزښتناک سيمنار د جوړولو په خا طر د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه دقدردانۍ په ترڅ کې ددغو سترو هدفونو  د ترسره کولو په لاره کې هراړخيزه همکاري څرګنده کړه.
دغه سيمينار چې دوه ورځې دوام کوي؛ په لومړۍ علمي غونډه کې شيخ علي احمد فکور د(تعريف ، تاريخچه ، تفاوت ها ومشابهت هاى طب سنتي باطب معاصر) او پوهاندمحمد افضل انور د(معرفي وبر رسي طب سنتي درتمدن اسلامي و جايګاه افغانستان درآن ) ترعنوان لاندې مقالې ولوستلې.
د سيمينارکار سبا هم دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته