خبرونهفرهنګTOP

د افغانستان د درېيمو ژبو د ساتنې او ودې لپاره د اغېزمنو لارو چارو تر عنوان لاندې سمينار ترسره شو

کابل، د تلې ۵مه، باختر
ثمر د ژبپوهنې نړيوالې مؤسسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ، نن په کابل کې “د هېواد د درېيمو ژبو د ساتنې او ودې لپاره د اغېزمنو لارو چارو” تر عنوان لاندې يو ورځنی سمينار ترسره کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه سمينار کې چې ژبپوهانو، ليکوالانو، څېړونکو او د هېواد د درېيمو ژبو ويونکو ګډون کړی و؛ د ژبې پر اهميت، ساتنې او ودې پر لارو چارو خبرې وشوې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معين مولوي عتیق الله عزيزي، د انسانانو په ژوندانه کې د ژبې پر اهميت هر اړخيزې خبرې وکړې او ژبه يې د ژوند تېرولو تر ټولو مهمه وسيله وبلله.
مولوي عزيزي، افغانستان د ګڼو قومونو، خېلو او ژبو ويونکو هېواد ياد کړ او ويې ويل: د افغانستان اسلامي امارت پاليسي دا ده چې د هېواد ټول قومونه او د ژبو ويونکي يو شان دي؛ نو باید ټولو ژبو ته له توپير پرته پام او کار وکړو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد ټولو ژبو ودې، پالنې او پراختيا ته ژمن دی.
هغه، په فرهنګي او په تېره بیا د هېواد د ژبو د ودې په برخه کې د «ثمر» مؤسسې کړنې وستايلې او ډاډ يې ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ټولو هغو مؤسسو، بنسټونو او ادارو سره پوره همکاري کوي چې د افغانستان د ژبو او کلتور د غوړېدا په برخه کې فعاليت کوي.
دغه راز د ثمر د ژبپوهنې نړيوالې مؤسسې استازي ډيوېډ پېټ، د افغانستان د بېلابېلو ژبو پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل: “که درېیمو ژبو ته پاملرنه وشي او د پرمختګ هڅې ورته وشي؛ د هغو ژبو ویونکو ته لا زیات فرصتونه برابرېږي چې ملي ژبې زده کړي او د هېواد په کچه ټولنه کې ګټور او اغېزمن رول ولوبوي”.

20240926 164028 0000
هغه زياته کړه چې د نړۍ په ډېرو ځایونو کې ټولنه او حکومت د درېیمو ژبو د ودې په لاره کې کار نکوي او پر وړاندې یې خنډونه جوړوي، خو افغانستان هغه هېواد دی چې درېیمو ژبو ودې ته ژمن دی او په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
ډيوېډ پېټ ژمنه وکړه چې د «ثمر» مؤسسه د افغانستان د بېلابېلو ژبو د ودې او پياوړتيا په برخه کې، د اسلامي امارت بشپړه همکاره ده او له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه يې د سمينار د ترسره کولو او همېشنیو همکاریو په خاطر قدرداني وکړه.
همدا رنګه، د يادې مؤسسې ژبپوه پاول ويليم سون، د مورنۍ ژبې پر ارزښت او دغه راز د ژبې د ودې او پياوړتيا لپاره اغېزمنې لارې چارې بيان کړې او له څېړونکو او ژبپوهانو څخه يې وغوښتل چې د ژبو په ځانګړې توګه د افغانستان د درېيمو ژبو د ودې په برخه کې له دغو لارو چارو څخه ګټه واخلي.
د سمينار په دوام، د درېيمو ژبو يو شمېر ويونکو په خپلو خبرو کې، د هېواد د درېيمو ژبو د ودې په خاطر، د ثمر ژبپوهنې له نړيوالې مؤسسې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مننه وکړه او په دې برخه کې یې خپل نظريات او غوښتنې شريکې کړې.
د يادونې وړ ده چې ثمر د ژبپوهنې مؤسسه يوه غير انتفاعي او غير دولتي نړيواله مؤسسه ده چې په بېلابېلو ژبنيزو ټولنو کې د ژبو د ودې او پايدار پاتې کېدو په پروګرامونو سره، خلکو ته په خدمت کولو بوخته ده چې دا مؤسسه په افغانستان کې د «اس‌آی‌ال» په نوم هم يادېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته