سیاست

د افغانستان د خپلواکۍ د کاليزې په مناسبت د افغانستان جمهور رئيس ته د بارک اوباما پیغام

کابل_باختر د زمري دمياشتې ٢٦مه:
د افغانستان د خپلواکۍ د کاليزې په مناسبت د افغانستان جمهور رئيس ته د بارک اوباما پیغام
د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۵ کاليزې د را رسېدو په مناسبت د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي ته د امریکا د جمهور رئيس بارک اوباما له لوري د مبارکۍ پیغام په لاندې ډول رارسېدلی دی:
جلالتمآب جمهور رئيس!
د امریکا د متحده ایالاتو د خلکو په استازيتوب، د افغانستان د خپلواکۍ د کاليزې په مناسبت، تاسو او د افغانستان خلکو ته مبارک وایم.
په روان کال کې د ښځو او نارینه وو په ګډون په میلیونونو افغانانو د جمهوري ریاست په تاریخي انتخاباتو کې په ګډون سره يې د یوه سوله ییز او ديموکراتيک افغانستان لپاره خپله اراده تمثيل کړه. د امریکا متحده ایالات د انتخاباتو د بهير پایلو ته سترګې په لاره ده او د افغانستان له راتلونکي جمهور رئيس سره د همکارۍ لپاره چمتو والي لري. د امریکا متحده ایالات به په راتلوونکو کلونو کې د افغانستان له خلکو سره د هېواد په جوړولو کې د هغوی ملاتړ ته دوام ورکړي.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئيس د ليک په پای کې، خپلې نېکې هيلې جمهور رئيس او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي او د افغانستان خلکو ته يې د یوې خوندي او سوله ییزې راتلونکې هيله کړې ده.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته