امنیت

د افغانستان د جهاد او مقاومت په دفتر کې د وسلو او ماینونو نیول کېدل

جلال  اباد باختر وږي  ۷ مه
د ننګرهار څارګرې ادارې  او امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له لورې پرون د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې په دغه ولایت کې د افغانستان د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهیر په دفتر عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې یې اته تنه د یو شمیر وسلو او ماینونو سره یو ځای نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله  خوږياڼي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال وویل: دغه عملیات د اطلاعاتو پر بنسټ د ترهګرو د نیولو په موخه ترسره شوې چې په  نیول شویو کسانو کې تر څېړنو وروسته ۵ تنه خوشي شوي،خو له درېوتنو نورو څخه اوس هم څېړنې روانې دي .
سرچینه زیاتوي  چې د څارګرې ادارې د پالیسې  له مخې به د قضیې د بشپړ انکشاف او څېړنو وروسته به د دغو عملیاتو وروستي جزئیات شریک شي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته